اسلام آباد 16فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي چې د عمران خان حفاظتي ضمانت منسوخ كېدو نه پس ګرفتاري لازمي ده٬د اېف آئي آر اندراج نه پس كه ضمانت خارج شي نو د ګرفتارۍ لپاره د جلا كوم هم حكم ضرورت نه وي٬د سپريم كورټ چيف جسټس ته خواست دې چې د پروېز الهي د آډيو ليك معاملې نوټس واخلي٬اېف آئي اے ته دا ټاسك وركړې شوې چې هغوي د قانون وزارت څخه رائے اخستلو نه پس د پروېز الهي په ضد مقدمه درج كولو سره هغه تفتيش كښې شامل كړي٬ د آډيو ليك په فرانزك رپورټ به حكومت باضابطه دا معامله د سپريم كورټ چيف جسټس او سپريم جوډېشل كونسل ته لېږي٬عمراني ټوله آئين او قانون پسې خندا كوي٬دا خلك وړومبې د اسټېبلشمنټ او اوس د عدليې په اوږو ناسته كولو سره مخ په وړاندې تلل غواړي۔ ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل چې عمران خان په عدالت كښې داسې رويه اختيار كولو سره باور وركوي چې هغه عدالت ډكټېټ كوي٬ كله څه او كله درخواست وركولو سره مهلت ترلاسه كول غواړي٬بيا بيا د عدالت او معزز جج طلب كول او دا سپنياوې چې عدالت ته تر وړاندې كېدو رېليف ترلاسه كېدې نه شي٬د دې باوجود عمران خان لخوا نه وړاندې كېدل يو سواليه نشان دې۔ده ووئيل چې د ټولو ادارو عزت او احترام لازم دې٬د عدليې احترام تر ټولو لويې دې ځكه چې عدالت له د انصاف سرلوړۍ په ځاې كولو سره سره د نورو عدالتونو د عزت خيال هم ساتل وي۔ ده ووئيل چې په مېډيا نن يوه آډيو چلېږي٬د بدبخت عمراني ټولے كمانډر په دې كښې ككړ دې۔ده ووئيل چې د عمران خان حفاظتي ضمانت منسوخۍ نه پس ګرفتاري لازمي ده٬ هائي كورټ دې د پروېز الهي د آډيو ليك معاملې نوټس واخلي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د هائي كورټ پريكړې نه پس د عمران خان ګرفتاري لازمي شوې ده٬تفتيشي ډلې له په دې اړه د قانون له مخې معاملات مخ په وړاندې بوتلل پكار دي٬د پرون څخه د عدالت وخت ضائع كېږي٬د عدالت په احترام كښې د كمي كولو او دې پېسې د خندا هڅه شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د پوليس په مقابله كښې د دوه كسانو وژنې معاملې به جوډېشل انكوائري وشي او حقائق به وړاندې راشي۔ده ووئيل چې د كوم هم تن په ضد اېف آئي آر درج وي او ضمانت يۍ خارج وي نو د هغه ګرفتاري جوړېږي۔ده ووئيل چې محمد خان بهټي په دريو مياشتو كښې پنجاب په بې دردۍ سره لوټ كړې٬ خپل كور ته افسران رابللو سره به ده كېش رقم اخستلو٬دا عمراني بدبخت ټوله ده چې په خلكو به يې د كرپشن تورونه لګولو سره پخپله كرپشن كولو۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې د ډالرو كمې ځكه دې چې هغوي ډالرې بهر وړلې دي۔ ده ووئيل چې په پېښور كښې د ايپكس كمېټۍ په غونډه كښې بنيادي پريكړې شوې وې په كومو چې عملدرآمد پېل شوې دې٬په ټولو صوبو كښې سي ټي ډيز فعالولې كېږي٬د لويو پروژو لپاره په اېس او پيز عمل كولې شي۔په پاكستان كښې په پروژو د كار كونكو غېر ملكيانو حفاظت زمونږ وړومبې ترجيح ده۔ ده د ديامر بهاشا بند٬كراچۍ٬ كوئټې او د آزاد جمو كشمير پشمول د څلورو واړو صوبو دوره وكړې٬ هغه په 30 ورځو كښې د اېس او پيز له مخې د سيكورټي فول پروف جوړولو هدايت وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
552nd birth anniversary of Baba Guru Nanak observed
-
Action against approvers of Nasla Tower construction plan demanded
-
ZEM Builders win ‘Brand of the Year’ award
-
PTI fulfilled expats’ demand of right to vote: Buzdar
-
Pakistan interested in strong linkages, learning from best CPA practices: Shahzad
-
ECP orders investigation as PML-N, PPP trade blame
-
IPO Pakistan members attend national security moot
-
IHC seeks written arguments in Imran Farooq murder case
-
Crackdown on drug pushers to continue: IGP
-
COP26 final document Indian proposal dents climate change pledge, says Amin
-
Joint efforts prerequisite to purge society of narcotics: Ijaz Shah
-
Fascinating contests held on 3rd day of National Boxing Championship