اسلام آباد۔1مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجرانی وئيلي دي چې سېنېټ ټولو صوبو ته يو ډول نمائندګي وركوي٬ سېنېټ د وروستو پاتې سيمو د پرمختګ په مركزي چوكاټ كښې د شاملولو هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورؤ په ورځ ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا صوبې په پرمختګ او د اولسي خېر ښېګړې اقداماتو په شمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن د صوبې پرمختيائي عمل تندولو په لړ كښې د رابطه كارۍ لا پياوړتيا په حاجت زور راوړو۔ په ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې سېنېټ يو داسې فورم دے كوم چې ټولو صوبو ته مساوي نمائندګي وركوي۔ سېنېټ د وروستو پاتې سيمو د پرمختګ په مركزي چوكاټ كښې د شاملولو هڅې كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ګورنر د سېنېټ ګولډن جوبلي انتظاماتو په اړه هم خبر كړو كومه به چې د هېواد روانه معاشي وضعه نظر كښې نيولو سره سادګۍ سره لمانځلې شي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر د سېنېټ چيئرمېن مننه كولو سره په مرسته او رابطه كارۍ زور راوړو۔ ګورنر حاجي غلام علي ووئيل د وفاق په مرسته په ګرده صوبه كښې په خاص توګه په ضم شويو ضلعو كښې پرمختيائي منصوبو او د اولس د ژوند معيار ښه كولو له ګامونه پورته كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Land transfer to Indian forces is a demographic terrorism in IIOJK: Shehryar
-
No irregularities committed in EEC disbursements: Sania
-
Mini-budget would prove final blow for Pakistan, says Shehbaz
-
Mahira Khan faces harsh criticism for promoting emotionally abusive and toxic relationships
-
Culture of ‘pressuring’ courts must end now
-
Pakistani man, wife, two little boys die in Spain squat fire
-
UN asked to play role for release of IIOJK detainees
-
PPP, PML-N should learn to stand on their feet first
-
Dengue death toll this year more than double of 2019
-
Punjab reports 155 new dengue cases
-
100-Index sheds 1,936 points, PSX bleeds
-
MDCAT mandatory for admissions in medical colleges: SC