اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف وئېلي دي ګرانۍ عام وګړے ستونزمن حالت سره مخ كړې٬د هېواد وسائل كارولو سره په ګرانۍ او معاشي مسئلو قابو موندلې كېدې شي٬ په عدالتونو كښې د اېف بي آر د 2670 اربه روپو مقدمو سماعت روان دے٬ په دې كښې كه 50 فيصد ريونيو هم ترلاسه شي نو مونږ ته د شپږ نه تر اووه ارب ډالر ترلاسه كېدې شي٬د برېښنا٬ ګاز او ټيكس غلا عامه شوې تر څو چې دا كرپشن ختم نه شي د هېواد څخه به د غربت خاتمه ونه شي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل چې د 90 د لسيزې نه پس د تېرو 23 كلونو په مهال ټولو اسمبلو موده پوره كړی٬زما په دې ايوان كښې د غړي په توګه په درې لسيزو اډانه تاريخ لرم ٬وړومبې به د مارشل لاﺀ د لارې بريد كېدو او بيا به 58 ټو بي لګېدله٬د محترمې بېنظربهټو په دور كښې د اسمبلو موده پوره كېدل پېل شؤ۔ده ووئيل چې وخت سره سره په پارليماني اقدار كښې كمې راتلل پېل شوې٬د پارليمان تقدس په ځايې كولو او د پارليماني رواياتو جوړولو ته اړتيا ده۔
متعلقہ مضامین
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
Japanese Calendars Exhibitions inaugurated
-
Opposition parties would fail in ‘vote of no confidence’ motion: Mushtaq Ghani
-
Spring plantation campaign starts in Radio Pakistan
-
Engro Foundation becomes largest supporter of Indus dolphin
-
Administrator KMC calls for provision of better facilities at graveyards
-
ANF recovers drugs
-
Opposition’s move of no-confidence to fail badly: Asad Umer
-
Japanese-funded project for persons with disabilities inaugurated
-
Hot weather expected in coming days: PMD
-
PM needs to resign and go home now