اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي په سوئيلي آسيا كښې د تاؤ تريخوالي وضعې سبب د جموں وكشمير شخړه ده٬ پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل عزم لري٬ په ګرده نړۍ كښې په خاص توګه د هندوتوا پشمول اسلامو فوبيا نړيوال امن او سلامتيا لپاره يوه سنګينه خطره ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم سره جموں وكشمير لپاره د او آئي سي خاص استازي يوسف اېم الدوبے ملاقات وكړو۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او د کشمیر اولس او آئي سي څخه زياتې هيلې تړلې دي۔ وزیراعظم ووئيل په سوئيلي آسيا كښې د تاؤ تريخوالي لويې سبب د كشمير مسئله ده٬ د دې حل كېدو سره منطقه كښې امن راتلے شي۔ ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې د منصفانه او سولييز حل عزم لري٬ ده ووئيل كشميري اولس ملاتړ لپاره تل او آئي سي او اسلامي نړۍ ته كتلې دي۔ یوسف ایم الدوبے وزیراعظم ته د كشمير په مسئله د او آئي سي د اصولي دريځ باور وركولو سره ووئيل او آئی سی د کشمیر کاز لپاره بشپړ عزم لري او د او آئي سي خصوصي استازي په حېث زما د پاكستان ٬ جموں وكشمير او آزاد كشمير دا دوره د دې عزم څرګندونه ده۔
متعلقہ مضامین
-
PML-Q will surprise in election of CM Punjab: Mustafa Malik
-
NA speaker issues production orders for Ali Wazir
-
If no-trust succeeds, PM Imran will hold office until new leader elected: Rashid
-
Pakistan, Malaysia keen to enhance bilateral relations
-
Nation to decide country’s fate in next elections: Qureshi
-
Remembering the legacy of Zulfiqar Ali Bhutto
-
689 outlaws arrested in March
-
April 3 will go down in history as ‘black day’
-
Price magistrates directed to take strict action against profiteers
-
Crackdown on profiteers in Sukkur
-
ECP accepts PTI losing candidate’s writ petition
-
Singer Ed Sheeran wins ‘Shape of You’ copyright dispute