بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي بېلټ اېنډ روډ منصوبه نړۍ ته د ورمخې ته چيلنجونو مخنيوي لپاره بهترين ذريعه ده٬ د نړۍ يو طاقت د پاكستان او چين په اړيكو كښې بېلتون نشي راوستلے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين صدر شي جن پنګ سره د ملاقات په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل چين د پاکستان تذويراتي شراکت دار دے، د شي جن پنګ په وژنري قيادت كښې پاکستان لپاره يو شمېر موقعې موجود دي۔ انوار الحق کاکړ ووئيل بېلټ اينډ روډ فورم كښې په رابللو د چين د مشرانو مننه كوم، د چين پرمختګ ټولو لپاره بهترين مثال دے او د شي جن پنګ تېره ورځ وېنا د دې عظيم وژن عكاس وه۔ ده ووئيل ګرده نړۍ يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئيل د چين صدر د رابطو پراختيا په اړه وژن او خپلې وېنا كښې چې كوم اته تجويزونه وركړي دي ھغه په حقيقت كښې په عملي توګه د رابطو زياتولو روډ مېپ دے بلكې په نړيوال نظام كښې د استحكام اهم عنصر دے۔ وزيراعظم ووئيل چين چې هېواد كښې كوم نظام او كوم جديديت معرفي كړے ھغه زمونږ لپاره رول ماډل دے او مونږ لپاره يو سبق دے چې كله يو قام يا د يو هېواد د پرمختګ عزم وكړي نو ھغه څنګه پرمختګ كوي او د لكهونو په شمېر خلق د پرمختګ په لاره روانوي او دا په انساني تاريخ كښې د يو مثال حېثيت لري٬ ده ووئېل د چين نه سېوا بل ځاے داسي ترقي نه ښكاري۔ ده ووئيل پاکستان د تبت او د سنکيانګ پشمول د ون چين پاليسۍ ملاتړ كوي٬ زه ارومچي ته هم روان يم٬ مونږ به تل چين سره ولاړ يو، پاکستان كښې د بېلا بېلو سياسي نظرياتو باوجود د پاك چين دوستۍ په اړه اختلاف په نظر نه راځي٬ وزيراعظم ووئېل چين د پاكستان قوي شراكتدار او فطري ګاٶنډي هېواد دے، دواړه هېوادونه په يو بل باور لري او چين سره په اړيكو كښې هېڅ شك يا ابهام نشته٬ مونږ په چين او د چين په قيادت بشپړ باور لرو۔ وزيراعظم ووئيل د شريك سباٶن پحقله د چين د صدر وژن له مخې د نړيوال پرمختګ اقدام، نړيوال امنيت او د نړيوال كلتور پحقله اقدام د موجوده سختو حالاتو په تناظر كښې ډېر موزو دے٬ پاكستان به د دواړو هېوادونو ستراتېژك شراكتدارۍ ته زيان نه رسوي٬ ده ووئېل مونږ به يواځې د خبرو د لارې نه بلكې په عملي توګه دا ثابتوٶ، چين سره د اريكو په معامله به پاكستان يو اېنچ په شا نه ځي۔ په دې موقع صدر شي جن پنګ ووئيل پاكستان سره په بېلا بېلو څانګو كښئ اړيكو ته وده وركول غواړو، سي پېك د پاکستان او چين د قوي اړيكو عكاس منصوبه ده
متعلقہ مضامین
-
Khan’s gambit
-
Shahbaz Sharif lashes out at PM Imran Khan for imposing ‘civilian martial law’
-
PM, president’s actions are subject to court order: SC
-
Online grocery delivery services gain popularity in Ramazan
-
China-Pakistan friendship: we must not let our vision be blocked by floating clouds
-
Judges delegation visits historic Sethi House
-
Property dispute claims woman’s life
-
Parliament dissolution deprives Pakistanis of right to choose govt: HRW
-
Nepali envoy calls on COAS, lauds Pakistan’s efforts for regional stability
-
IHC adjourns pleas of Imran Khan, Asad Umar till April 25
-
Fawad presser boycotted after journalist insulted
-
National and global agencies laud NAB anti-corruption policy: Justice (R) Javed