ملګري ملتونه 20 دسمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د اړخه جمو او کشمیر او د فلسطین غوندې غير قانوني محکومو سيمو لپاره د خپلواكۍ حق توثیق د اړوندو وګړو لپاره د اميد سيره ده،د دې سفارشات جنرل اسمبلۍ د بشري حقونو او كلتوري مسئلو په اړه د دريمې کمېټۍ متفقه منظورۍ نه پس تيره مياشت وړاندې كړي وؤ۔دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان سفیر منیر اکرم قامی خبر رسنې ادارې اے پي پي سره خبرو په مهال كړې ۔ده ووئيل پاکستان 1981 راهسې دا قرارداد وړاندې كولو دغسې چې د نړۍ پام دې پلو راوګرځولې شي څوك چې د خپل ناقابل تنسیخ خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې كوي چې پكښې د هند غير قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر او فلسطین ښكاره شخرې دي۔ده ووئيل په داسې وخت كښې كله چې د هند غیر قانوني تسلط لاندې د جمو او کشمیر او فلسطین اولس د خپلواكۍ حق لپاره بے دردۍ سره زوررولے كېږي،د خپلواكۍ حق په اړه د پاکستان د قرارداد متفقه منظوری د اميد سيره ده چې د غیر ملکیانو څخه خپله آزادي باوري كړي۔۔په قرارداد كښې د سیکرټری جنرل څخه په دې اړه د جنرل اسمبلۍ په راروانه غونډه كښې د رپورټ وړاندې کولو هم خواست شوے دے
متعلقہ مضامین
-
SC won’t be influenced by criticism, says CJP
-
President Alvi agrees to administer oath of ministers today
-
LHC asks reason from Punjab governor for not taking oath to Hamza
-
Rs 3.15 per unit increase in power tariff likely for March
-
Former envoy to US Asad Majeed to brief NSC on alleged ‘threat letter’ today
-
Army officer martyred in Awaran gunfight with terrorists
-
Minister takes notice of snatching incidents in Hyderabad
-
Imran’s attempts to regain power through agitation, bound to fail: ANP
-
Committee formed to probe escape of MPA: Saif
-
Pakistani philanthropist Dr Amjad Saqib nominated for Nobel Peace Prize
-
KP cabinet meeting postponed due to Imran Khan’s visit
-
PIA plane on standby for PM’s Saudi visit?