اسلام آباد 27مارچ(اے پی پی)خارجه وزير اسحاق ډار شريكې همغږۍ او شريك سوچ لپاره خبرې اترې او مرسته مهمه ګرځولو سره وئېلي دي د پاكستان خارجه پالېسي امن٬مساوات او د انصاف په اصولو اډانه ده٬ پاكستان د ټولې نړۍ امن لپاره د هېوادونو ترمينځه شراكتدارۍ ته وده وركولو لپاره چمتو دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ روژه ماتي ته په خپله وينا كښې كړې۔خارجه وزير په دې مهال د پاكستان وزيراعظم ته په خارجه وزارت كښې په خاص بين المذاهب افطار ډنر كښې هركلے اووې٬ ده ووئېل دا زما لپاره د درناوي سبب دے چې زه د وزيراعظم دلته هر كلے كوم ٬ ده ووئېل په بين المذاهب افطار ډنر كښې د سفارتي وروڼو د موجودګۍ مننه كوم۔ده د سفيرانو پاكستان سره د خبرو اترو او مرستې په وده كښې د كردار ستائنه كولو سره ووئېل د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره د روژې مباركې مقدس مياشت د خاص مذهبي او سماجي اهميت وړ ده۔خارجه وزير ووئيل پاكستان به د ګڼ اړخيزه امن٬پرمختګ او شريكې خوشحالۍ علمبردار وي۔ده ووئيل پاكستان 2025 او 2026 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل چوكۍ لپاره كانديد دے٬د آسيا پيسفك ډلې هېوادونو په دې لړ كښې د پاكستان ملاتړ كړے ٬د پاكستان ملاتړ لپاره مونږ د هغې هېوادونو مننه كوو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان سلامتي كونسل كښې د غېر مستقل چوكۍ لپاره د نورو ټولو هېوادونو د ملاتړ خوښي لري٬كونسل كښې د خپلې مودې په مهال به پاكستان نړيوال امن او سلامتيا په ځاې ساتلو لپاره د كونسل مينډېټ ته وده وركوي۔خارجه وزير ووئيل د روژې مباركې مياشت كښې مونږ له د غزه مسلمانان هېرول نه دي پكار٬د غزه مسلمانان د تېرو 6 مياشتو څخه د خوراك كمي او جنګ سره مخ دي۔ده ووئيل په غزه كښې سمدستي او د غېر مشروط جنګ بندۍ وخت راغلے ٬د جنګ بندۍ غوښتنه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كړې ٬د سيمه ايز شخړو حل نه بغېر د امن او خوشحالۍ خوب تعبير نشي موندے ۔خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا دې د فلسطين او كشمير پشمول پخوانۍ شخړې حل كړې شي٬په دې اونۍ كښې ماسكو او بشام كښې د شوو بريدونو يادګېرنه كوم چې ترهه ګري د ټولې نړۍ لپاره خطر لري ٬ ده ووئېل پاكستان به د دې خطرې مخ نيوي لپاره سيمه ايزې او نړيوالې شراكتدارۍ ته وده وركوي۔
متعلقہ مضامین
-
Roots Future World College graduates gain global university acceptances
-
CJP forms two larger, four regular benches for next week hearing of important cases
-
SC to hear former judge Shaukat Aziz’s plea today
-
APHC decries ongoing killings, arrests spree in IIOJK
-
PTI’s Sibtain Khan appointed opp leader in Punjab Assembly
-
Students protest derogatory remarks against Prophet (PBUH)
-
University of Lahore launches two medical aesthetics diploma programs
-
Six reports of standing committees presented in Senate
-
Central Control Room to monitor Karachi by-elections
-
Math, physics papers leaked in several Sindh cities
-
PM directs early launch of work on Sukkur-Hyderabad Motorway
-
Sherry stresses need for drought preparedness, building resilience