کراچۍ۔ 01 مئی (اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې قاچاق د هېواد معيشت ته زيان رسوي ٬ پاكستان كوسټ ګارډز د قاچاق مخنيوي كولے شي٬ دا مهال هېواد ته پېښه تر ټولو لويه مسئله د معيشت ده او كوسټ ګارډز معيشت سره نېغ په نېغه تعلق لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د پاكستان كوسټ ګارډز هېډ كوارټرز دورې په موقعه افسرانو او ځوانانو ته د خطاب په مهال وكړه۔ داخله وزير ووئيل دا مهال د 40 څخه تر 50 کروړه روپو رېكوري كه 5 څخه تر 6 اربه روپو يا دې څخه زياتو ته ورسولې شي نو دې سره به بهتري راشي٬ سره د محدود وسائلو د كوسټ ګارډز كار د ستائنې وړ دے٬ مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي د كوسټ ګارډز بنيادي مسئلې حل كړؤ۔ دې څخه وړاندې چې څه وخت داخله وزير د پاکستان کوسټ ګارډز هیډکوارټرز ته ورسېد نو د پاكستان كوسټ ګارډ ډي جي برېګډیئر غلام عباس ده ته تود هركلے ووے۔ وفاقي وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ وروستو داخله وزير ته په پېشه ورو چارو بريفنګ وركړے شو۔ محسن نقوي د ادارې د پېشه ورې كاركردګۍ ٬ د ځوانانو د لوړې حوصلې او د نشائي توكو مخنيوي سره اړوندو هڅو ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان كوسټ ګارډز په بر او بحر كښې په يو وخت خپلې ذمه وارۍ ترسره كوؤنكې يوازينې فورس دے كوم چې نه يوازې د امن په زمانه كښی بلكې په كوم هم سخت يا جنګي صورتحال كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده د حكومت لخوا پاکستان کوسټ ګارډز لا فعاله كولو او مضبوط جوړولو له د هر ممكنه مرستې باور وركولو سره ادارې لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
RWMC continues cleanliness operation during rains
-
CDA allocates Rs22m for construction of jogging tracks
-
Intending pilgrims should improve country’s image: Mufti Shakoor
-
Dr Aamir Liaquat’s body to be exhumed on June 23 for autopsy
-
WASA on high alert to cope with urban flooding
-
Coordinated efforts needed to overcome challenges: Sherry
-
Local POL production increase 0.33% in 10 months
-
Money laundering case: Court grants interim bail to Moonis till July 4
-
New runway to be completed by this year
-
CM condoles death of mother of Dr Farooq Sattar
-
Afghan quake survivors stream into Pakistan
-
Seminar on state of economy and annual budget held at Parliament House