ملګري ملتونه ۔7مئی (اے پی پی) پاكستان په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د نصب كولو مخنيوي له د اقداماتو كولو غوښتنه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې دا اقدام نړيوال امن او سلامتيا ته د پېښو خطرو ختمولو له ضروري دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي په 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې د روس د وېټو په اړه خپله خبره كښې ده ووئيل په دې وروستيو كلونو كښې په بهرنۍ خلا كښې نړيوالې سلامتيا ته په پېښو خطرو كښې تندۍ سره اضافه شوې ده۔ دا د خلا د وسلو نصب كولو او په سباؤن كښې د دې د جنګونو مېدان جوړولو حوالې سره د لويو قوتونو د پوځي پالېسيو او نظريو څخه په ډاګه كيږي۔ تېره مياشت امريكا او جاپان په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغمل مخنيوي سره اړوند يو قرارداد سلامتي كونسل ته وړاندے كړے وو كوم چې روسيه وېټو كړے وو٬ چين د رايو په شمېره كښې برخه نه وه اخستې۔ د سلامتي كونسل ټولو 13 غړو د دې قرارداد په حق كښې ووټ وركړے وو۔ پاكستاني استازي ووئيل ياد شوې قرارداد ددې خبرې اعتراف دے چې بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغل مخنيوې به نړيوال امن او سلامتيا ته پېښه خطره لرې كړي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د تېرو 4 لسيزو څخه زياتې مودې څخه په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د زغل مخنيوي په لوظنامه هېڅ پېشرفت نه دے شوے۔ ده ووئيل پاكستان صلاحيتونو او رويې دواړو ته پام ګرځولو سره د يو بشپړه نقطه نظر خپلولو ملاتړ كوي۔ ده دا صورتحال هم د افسوس وړ وګرځولو چې ځينې هېوادونه په تخفيف اسلحه كمېټۍ كښې په يوه لوظنامه دا ډول مذاكرات پېل كېدو كښې خنډ رامخې ته كوي كومه چې په بهرنۍ خلا كښې د وسلو د نصب كولو ممانعت كوي او په بهرنۍ خلا كښې د موجود اجرام په ضد قوت كارول غېر قانوني ګرځوي۔ دې څخه وړاندې د روسيه سفير واسیلی نیبنزیا د قرارداد وېټو كولو د روسيه د پرېكړې سپيناوې وكړو۔ ده ووئيل د ابتدائي ، ماهرانه ، قانونی او تکنیکی خبرو نه غېر داسې ذمه وارۍ لګول د قبلولو وړ نه دي۔ په دې موقعه د جاپان سفير ووئيل په بهرنۍ خلا كښې ممكنه اتومي چاؤدنې به د ګردې نړۍ په انسانانو او زمكه تباهي خپرونكي اثرات مرتب كړي۔ ده ووئيل خلا دې كله هم د جوهري وسلو زغل لپاره ميدان جوړ نه كړے شي۔ د چين سفير فو کانګ ووئيل په بهرنۍ خلا كښې نصب كولو او كارولو له د وسلو د تيارۍ خطر سوا شوے دے او د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو خلائي سائنس او ټېكنالوجۍ ته د رسېدو حق محدود كولې شي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې داسې ګامونه پورته كړي كوم چې د ټولو هېوادونو په ګټه وي۔ ده په ډاګه كړه چې بهرنۍ خلا وسلو څخه پاك ساتلو له د اقداماتو حوالې سره د امريا او جاپان لخوا سلامتي كونسل كښې د وړاندې كړې شوي قرارداد مسوده جامع او متوازن نه وه او روسيه او چين به په دې اړه يوه زياته بشپړه او متوازن مسوده وړاندې كړي
متعلقہ مضامین
-
Levis official injured in firing
-
Old enmity claims life
-
Pakistan believes in peaceful co-existence: PM
-
PM felicitates COAS on conferment of King Abdulaziz Medal
-
Govt taking keen interest in resettlement through artificial rains in Cholistan: Baligh
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Punjab govt issues gazette notification of new government bodies system
-
Self-reliance, tactical solutions needed to tackle economic difficulties: PM Shehbaz
-
LG polls: MQM-P threatens to end agreement with PPP
-
First-ever Pakistan Mango Festival held in Australia’s capital
-
CII urges PM to withdraw SBP’s appeal against anti-interest verdict
-
Cholistan to have 110 more schools