اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) د سينيټ دوهم چيئرمېن سیدال خان وئيلي دي هېواد لپاره د پاك پوځ قربانۍ د ستائنې وړ دي ، مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرؤ٬ شهيدانو د هېواد بقا لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د 9 مئي پېښې په اړه خپل پېغام كښی ده ووئيل مهمو تنصيباتو او تاريخي ځايونو ته د زيان رسولو كارروائيو غندنه كوؤ٬ د مئي 9 مه نيټه د هيواد د تاريخ تر ټولو تورو ورځو څخه يوه ده۔ ده د جناح هاؤس په شمول مهمو قامي ودانيو ته د زيان په رسېدو د افسوس څرګندونه او په دې كښې د ككړو كسانو د احتساب باوري كولو غوښتنه وكړه۔ سیدال خان د شهيدانو د يادګارو په بې حرمتۍ د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل په مهذبه ټولنو كښې د دې ډول اقدامات هېڅ ځائے نشته۔ ده هېواد لپاره د وسله والو ځواكونو قربانۍ وستائېلې۔ ده ووئيل مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرؤ كومو چې د هېواد بقا لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي۔ ده په سياسي لارښودو زور راوړو چې هغوي يو شي او سياسي استحكام او د هېواد پرمختګ باوري كولو له په همكارۍ اډانه تګلاره خپله كړي
متعلقہ مضامین
-
Cholistan to have 110 more schools
-
Oscars invites filmmaker Mohammed Ali Naqvi as a member
-
IIOJK witnesses 191 killing, 72 military operations since Jan 2022
-
Trade of sacrificial animals picks momentum in Sukkur
-
Pakistan’s Covid-19 case count highest since March
-
PM welcomes Chinese investment in Pakistan’s renewable energy sector
-
Headache most reported Covid symptom: Study
-
Karot Hydropower to promote Pak-China coop in energy sector
-
Work on access roads to tourists’ destination worth Rs13b in progress in KP
-
MoU signed between IUB, PMD
-
Vice Air chief lauds level of training at NDU
-
‘Stop interfering in Afghanistan’: Taliban leader in rare appearance