اسلام آباد 10مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد برآمدات لا مسابقتي جوړولو په اړه سمدستي اقدامات له سپارښتنه كولو سره وئېلي دي تجارت او كاروبار كښې آسانيو په اړه پالېسۍ جوړولو كښې د نجي څانګې مشاورت باوري كړئ ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د تجارت څانګې په اړه مهمه غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د خزانې او محصولات وفاقي زير محمد اورنګزېب٬د پیټروليم وفاقي وزير مصدق ملك٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احمد خان چيمه٬د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان٬د سټېټ بانك ګورنر او اړوندو اعلٰی چارواكو ګډون كولو ۔غونډې ته په خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئېل مونږ ته د داسې پالېسۍ جوړولو ضرورت دے كوم كښې چې كاروبار كښې آسانۍ او سهولت وي۔ده هدايت وكړو چې د هېواد برآمدات لا مسابقتي جوړولو په اړه سمدستي اقدامات وكړئ ٬د غېر روايتي څيزونو برآمدات په اړه دې ګامونه واغستلې شي٬ ده ووئېل تجارت او كاروبار كښې آسانيو په اړه پالېسۍ جوړولو كښې هم د نجي څانګې سره مشاورت باوري كړئ ۔وزيراعظم ووئيل د هېواد په پرمختګ كښې د نجي څانګې او صنعت كردار ډېر مهم دے۔وزيراعظم هدايت وكړو چې د برآمد كوونكو مصدقه ډيوټي ډرابيكس سمدستي ادا كړئ ۔ده په دې خبره زور راوړو چې د هېواد آټو سيكټر پرمختګ لپاره دې په ډيليشن پالېسۍ عملدرآمد وكړے شي۔وزيراعظم بهر هېوادونو كښې د پاكستان سفارتخانو كښې د ټريډ اينډ انويسټمنټ افسرانو د كاركردګۍ جانچ لپاره د جامع حكمت عملۍ رامخې ته كولو هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم ووئيل د ښې كاركردګۍ مظاهره كوونكو ټرېډ افسرانو به ډاډګيرنه كولې شي او د خرابې كاركردګۍ ښودونكې به د چوكو څخه اخوا كولې شي۔وزيراعظم ووئيل زه به پخپله هره مياشت دوه ځله د برآمدۍ څانګې جائزه اخلم۔غونډې ته په تجارتي او برآمدي څانګه كښې په اوسني پېشرفت تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو چې پكښې ووئېل شول د پاكستان او خليجي هېوادونو ترمينځه آزادې تجارتي لوظ نامې په اړه خبرې اترې حتمي پړاؤ كښې دي٬ازبكستان او تاجكستان سره د راهدارۍ تجارت لوظ نامې فعاله شوي چې مثبتې نتيجې ئې رامخې ته كېږي۔بريفنګ كښې ووئېل شول په اسلام آباد كښې اوسني پاك-سعودي بزنس كنفرنس كښې د 450 كسانو بزنس ټو بزنس ملاقاتونه شوي٬اي كامرس حجم كښې اضافه كېږي٬په پاكستان ټريډ پورټل د 3 زره څخه زياتې كمپنۍ شاملې شوي ٬افغان ټرانزټ ټريډ له د څارنې عمل سخت كړے شوے٬د پبلك سيكټر انشورنس كمپنيز پريمئم ګروت ډبل ډيجيټ دے٬ په جیم (Gem) ايكسپورټ فريم ورك كار حتمي پړاو كښې دے۔په بريفنګ كښې ووئېل شول د ايران او روس سره بارټر ټريډ آپرېشنلائيزېن په اړه دواړو هېوادونو د اصولۍ رضامندۍ څرګندونه كړی٬آذربائيجان او افغانستان سره د پریفرینشیل تجارتي لوظ نامې په اړه سټيك هولډرز سره مشاورت روان دے٬دغسې د نوې اسټريټجك ټريډ پالېسۍ په اړه ضروري مشاورت روان دے٬د صنعتي پرمختګ لپاره ټېكنالوجي اينډ اينووېشن فنډ جوړولو په اړه ضروري قانون سازي هم كېږي ۔
متعلقہ مضامین
-
Opp feared I will appoint Faiz as next army chief
-
Major progress in ‘bailout’ talks: IMF
-
Govt wants to facilitate return of Pervez Musharraf: Azam Tarar
-
Rapid expansion of Pak-Türkiye bilateral ties reflects unprecedented friendship: Marriyum
-
CM, Jhagra administer polio drops to kick off anti-polio drive
-
Pakistan’s performance during Covid-19 important lesson for world
-
Pakistan, China can promote tea production through joint ventures: experts
-
Business delegation from Saudi and Kuwait discuss KE issues with PM
-
Sindh LG polls to hold in two phases: ECP
-
Saudi crown prince confers Order of King Abdulaziz on COAS Gen Bajwa
-
AIOU’s switchover to online system not helping underprivileged students
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad