اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي كراچۍ د هېواد تر ټولو مهم ښار دے او د هېواد په معیشت کښې د ملا د تير حیثیت لري۔د کراچۍ مسئلو حل كولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔متحدہ قومي موومنټ د حکومت مهم اتحادي ګوند دے،اتحادي ګوندونو په مرسته د هېواد د پرمختګ كار تندۍ سره روان دے۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د متحدہ قومي موومنټ پاکستان چیئرمېن، د سائنس او ټیکنالوجي او د تعلیم او پیشه وره تربیې وزير خالد مقبول صدیقي په مشرۍ كښې د متحدہ قومي موومنټ پاکستان پلاوي ملاقات وکړو ۔پلاوي د وزیراعظم په مشرۍ كښې د معاشی پالیسيو په سوب د ګرانۍ شرح سنګل ډيجټ ته په راتللو وزیراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔پلاوي د وزیراعظم د کاروبار دوسته پالیسیو او برآمدی صنعت پرمختګ لپاره اقدامات هم وستائل ٬ پلاوي وزیراعظم ته د معیشت پرمختګ لپاره تجاویز او د هېواد معاشی مرکزونو او په خاص توګه د کراچۍ د وكړو سوكالۍ لپاره تجاویز وړاندې كړل۔پلاوي كښې د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر محمد فاروق ستار ، مصطفیٰ کمال او سید امین الحق شامل وو۔په دې موقع وزیراعظم ووئيل متحدہ قومي موومنټ د حکومت مهم اتحادی ګوند دے،د اتحادیانو په مرسته د هېواد د پرمختګ كار په تندۍ سره روان دے۔وزیراعظم ووئيل کراچۍ د هېواد مهم ښار دے او هېواد په معیشت کښې د ملا د تير حیثیت لري،د کراچۍ مسئلو حل كولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔ملاقات كښې د سندھ او په خاص توګه د كراچۍ او نورو ښارونو په مسئلو په اړه خبرې اترې وشوې۔ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د قانون وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ او د وزیراعظم د سياسي چارو او بین الصوبائی رابطو صلاحكار رانا ثناء اللہ هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
Army to help overcome problems of flood victims
-
Former PM holding concerts as Pakistan faces biggest disaster: Bilawal
-
Amnesty tells India to end IIOJK repression of human rights
-
Over 47,000 pregnant women housed in Sindh relief camps
-
PIA to add 5 new planes into its fleet
-
‘Unguided’ missile
-
ISPR’s statement quite ‘unnecessary’: Mazari
-
RDA organizes public awareness walks on dengue
-
Filling stations no longer accepting credit/debit card for payments
-
NA to host IPU Regional Seminar on achieving SDGs for Parliaments of Asia-Pacific
-
Anyone aiming to hurt army-people bond not a ‘friend’ of Pakistan: PM
-
Pakistan stands with China in wake of Sichuan quake disaster: President