اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سيد علي ظفر د توان بچت او حفاظت په اهميت زور راوړولو سره د نېشنل انرجي ايفيشنسي وكنزوېشن اتهارټي(نيكا) او نورو اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د اتهارټۍ بشپړه فعاله جوړولو لپاره هڅې وكړئ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نېشنل انرجي ايفيشنسي وكنزوېشن اتهارټي(نيكا)وړومبۍ بورډ غونډې مشري كولو سره كړې۔په غونډه كښې د پاور ډويژن سېكتر رضخوان ميمن٬د منصوبه بندۍ ډويژن سېكتر شعيب صديقي او د پیټروليم وزارت٬د صنعت وزارت٬د موسمياتي بدلون وزارت٬د سائنس او ټېكنالوجي وزارت٬د هاؤسنګ وزارت٬د اوګرا او توان صوبائي محكمو اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې بورډ آف ډارېكټرز د توان بچت او حفاظت قامي پالېسي جوړولو منصوبې٬د توان د بچت د قامي ايوارډ سكيم پېل كولو٬د برېښنا او ګاز يوټېلټي كمپنو لخوا معياري ضابطه خپلولو منظوري وركړې ۔په غونډه كښې پريكړه شوې چې د نوو ودانو جوړولو لپاره د توان بچت حكمت عملي اختيار كړی شي او پي سي ون كښې د دې امر عكاسي وي۔د دې سره د توان د تحفظ ٬ضابطو او ګرين بلډنګ كوډ طريقه كار هم اختيار كړی شي۔پھ دې لړ كښې د منصوبه بندۍ كمېشن ته سپارښتنه وشوه چې هغوي د پبلك ودانو جورولو لپاره د اړوند پي سي ون نظرثانۍ فارميټ اختيارول باوري كړي۔بورډ آف ډائرېكټرز د پكو لپاره د انرجي ليبلنګ سكيم په كاميابۍ پېل كول هم وستائېل او وړاندېز يې وركړو چې دغسې اقدام ريفريجريټر٬ايئركنډېشنز او اېل اي ډي لائټس لپاره هم په لازمي بنياد اختيار كړې ۔پي سي اېس آئي ته سپارښتنه وشوه چې هغوي د خپلو تصديق شوو ليبارټرو څخه د دې آلاتو سروے وكړي
متعلقہ مضامین
-
Govt hikes price of petrol to Rs8.03 per litre
-
Dengue fever kills six more people in Punjab, toll rises to 59 this year
-
Opp getting untied on one-point agenda
-
Dry weather likely in most parts of country
-
Rs314.5m released for Waziristan, Khyber affected people
-
CTD detains gangster in Karachi raid
-
Govt’s top focus is infrastructure projects: Qureshi
-
14-member Balochistan cabinet takes oath
-
Two arrested after girl’s body found dumped in Metro station washroom
-
Pakistan ’emperor’ Babar ready to conquer world
-
‘Black sheep’ have no place in police: IGP
-
NCOC all praise for stakeholders in tackling corona