اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې پارلماني لارښودو وړاندېز وركړې چې د ستمبر په 13 مه نېټھ دې د اولس مشر خطاب لپاره د پارلمان شريكه غونډه راوبللې شي۔ د ستمبر 14 مې نېټې څخه د قامي اسمبلۍ د اولنۍ باقاعده غونډې رابللو پرېكړه شوې ۔ سپيكر اسد قېصر د مخالفې ډلې ګوندونو ته ووئيل هغوي د هاؤس بزنس اېډوئزاری کمېټۍ له د خپلو غړو نامې زر تر زره راولېږې۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د پارلماني لارښودو غونډه پارلېمنټ هاؤس كښې دسپيكر په چېمبر كښې وشوه۔ د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك ٬ د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قریشی ، د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ، د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شیریں مهر النساہ مزاری ، د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوری، ملک عامر ډوګر، د مسلم لیګ (ن) لخوا سردار ایاز صادق، رانا تنویر حسین، د پیپلز ګوند سیّد غلام مصطفی شاہ، سیّد نوید قمر او د اېم اېم اے مولانا اسد محمود او د پارلماني چارو وزارت سېكتر ګډون وكړو۔ غونډه كښې د قائمه كمېټيو په جوړولو ٬ د پارلمان په شريكه غونډه او د قامي اسمبلۍ د غونډې د شېډول په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال سپيكر خپلو خبرو كښی ووئيل قائمه كمېټۍ به زر تر زره جوړې شي او دې لپاره به قامي اسمبلۍ كښې موجودو ټولو ګوندونو سره مشاورت كولې شي۔ د پارلمان تقدس زياتولو او هېواد كښې د جمهوريت ودې له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔ غونډه كښې د كمېټيو جوړولو په لړ كښې د پخواني روايت په ځائې ساتلو وړاندېز سره اتفاق وكړې شو۔ سپیکر مخالفې ډلې ته خواست وكړو چې د هاؤس بزنس اېډوائزری کمېټۍ غړو نامې زر تر زره راولېږي۔ غونډه كښې وړاندېز وركړې شو چې په 13 ستمبر 2018ﺀ دې د پارلمان شريكه غونډه راوبللې شي كومې ته به چې د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر خطاب كوي۔ دغسې د روانې مياشتې په 14 مه نېټھ د قامي اسمبلۍ غونډې په رابللو صلا راغلې ده ۔
متعلقہ مضامین
-
Afghans need aid before spike in winter: Moeed
-
Sindh has become a model of bad governance: Haleem Adil
-
FIO plays vital role in providing free-of-charge, prompt justice to complainants: President Alvi
-
KP govt trains 1 lac youth in IT sector: Asad Umar
-
Has PPP convinced PDM on no-trust motion against PM?
-
MWM denounces police torture on protesting families of missing persons
-
Use of EVMs to ensure transparency in elections: Sheikh Rashid
-
PML-N digging its own political grave
-
‘Mujh Ko Pata Hay’ by Yasir Akhtar premieres on PTV Network
-
UCP students visit Graana.com’s Lahore office
-
Islamabad records 40 dengue cases in a day
-
PM proposes religious festivals for youth’s character building