اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي چې کراچۍ د رڼاګانو ښار دې، حکومت د کراچۍ مسئلې په ترجیحی بنیادونو حل کولو له لوظي دې۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د قامی اسمبلۍ غړي عطااللہ ایډوکیټ په مشرۍ كښې د سندھ سره تعلق لرونكو د سندھ صوبائی اسمبلۍ غړو پلاوي سره سپیکر هاؤس اسلام آباد كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ پلاوي كښې سعید آفریدی، شبیر قریشی، ملك شهباز، ربستان خان او وصیف خان شامل ؤ۔ د ملاقات په مهال د قامی اسمبلۍ او صوبائی اسمبلۍ غړو پلاوي د قامی اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر د سندھ صوبې او په خاص توګه کراچۍ ته د پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔اسد قیصر ووئيل کراچۍ د هېواد د معاشی پرمختګ د ملا د تير حیثیت لري د دس ښار پرمختګ له به ټول وسائل کارولې شي۔ ده ووئيل حکومت په کراچۍ كښې د اوبو وېستلو ، اوبو كمې ، اسټریټ کرائم پشمول په نورو مسئلو په خاص توګه نظر ساتي او د دې ټولو مسئلو حل له وفاقی حکومت د صوبائی حکومت سره په ګډه كار كول غواړي۔ د قامی اسمبلۍ سپيكر ووئيل کراچۍ كښې د امن بحالۍ له امنيتي ادارو لوئ قربانۍ وركړې دي په كوم چې قام وياړ كوي۔ د سندھ څخه تعلق لرونكو غړو اسد قیصر له د قامی اسمبلۍ په سپيكر ټاكلې كيدو مبارکي وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
Yousaf Raza Gillani grieved
-
50,000 scholarships being provided under Ehsas: Dr Sania
-
552nd birth anniversary of Baba Guru Nanak observed
-
Action against approvers of Nasla Tower construction plan demanded
-
ZEM Builders win ‘Brand of the Year’ award
-
PTI fulfilled expats’ demand of right to vote: Buzdar
-
Pakistan interested in strong linkages, learning from best CPA practices: Shahzad
-
ECP orders investigation as PML-N, PPP trade blame
-
IPO Pakistan members attend national security moot
-
IHC seeks written arguments in Imran Farooq murder case
-
Crackdown on drug pushers to continue: IGP
-
COP26 final document Indian proposal dents climate change pledge, says Amin