اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د لږ آمدنی لرونكو طبقو او غریب اولس لپاره د 50 لکھ كورونو وركولو د نوې پاکستان هاؤسنګ پروګرام اعلان كولو سره وئيلي دې اقدام سره به غریبانو ته خپل د سر سېورې ترلاسه شي، ځوانانو ته به روزګار وركړې شي، اقتصادی هلو ځلو سره به شرح نمو زياته شي، ون ونډو آپرېشن لپاره به 90 ورځو كښې نوې پاکستان هاؤسنګ اتھارټی جوړولې شي، په ابتدائی توګه به 7 ضلعو كښې پائلټ پراجیکټ (نن) د زيارت پھ ورځ پيل شي، 60 ورځو كښې به د رجسټرېشن عمل بشپړ شي، لږ آمدن لرونكو وفاقی ملازمانو له به (نن) د زيارت ورځې څخه فیډرل ګورنمنټ ایمپلائز هاؤسنګ سکیم پيل شي، کچه آبادیو كښې مېشته كسانو له به مالکانه حقونه وركولې شي، فنانسنګ په اړه خنډان لرې كولو له به 60 ورځو كښې نېشنل فنانشل ریګولیټری اداره هم جوړولې شي، كورونو لپاره زمكه به حکومت وركوي دغسې پاتې كار به شخصي څانګه ترسره كوي۔ ده د شورو په ورځ وزیراعظم خیپل دفتر كښې د نوې پاکستان هاؤسنګ منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب کولو۔ په دې مهالد هاؤسنګ وفاقی وزیر طارق بشیر چیمه ، د پنجاب هاؤسنګ وزير محمود الرشید، د وفاقی کابینې غړي ، پارلماني غړي او اعلیٰ چارواكو ګډون كولو۔ وزیراعظم ووئيل د هاؤسنګ څانګه د پاکستان تحریك انصاف په منشور كښې بنیادی اهمیت لري ، هاؤسنګ يوه داسې انډسټری ده چرته څخه چې ټول هېواد چلېږي او 40 صنعتونه نيغ په نيغه هاؤسنګ سره تړلې شوې ۔ ده ووئيل دې لوې پروژې سره به بې روزګار ځوانانو له روزګار تر لاسه شي،د صنعت پل په روان شي، اقتصادی هلې ځلې به زياتې شي او اقتصادی شرح نمو به زياته شي۔ عمران خان ووئيل كه هاؤسنګ سکیم وړومبنو حکومتونو پيل كړې ؤ نو نن به صورتحال بل ؤ خو داسې نه ده شوې۔ ده ووئيل پاکستان كښې كور يواځې هغه كسان جوړولې شي څوك چې نغدي روپۍ لري دغسې كه غریبان پور اخلي نو دا ډير ګران كار دے۔ وزيراعظم ووئيل امریکا كښې 75 نه تر 80 فیصده وګړي په پور اخستلو كور جوړوي، ملائیشیا كښې دا شرح 33 فیصده ، هند كښې 11 فیصده، بنګله دېش كښې 3 فیصده او پاکستان كښې دا شرح يوازې 0.25 فیصده ده۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل زمونږ هدف په 5 كلونو كښې غریب اولس ، لږ آمدن لرونكو تنخا دارې طبقې له د 50 لکھ كورونو جوړول دي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مونږ هڅې كوٶ چې د بې روزګارۍ مسئله هم هواره شي٬ دا منصوبه بې روزګاره ځوانانو ته د روزګار وركړې لپاره ښه تګلار ده ٬ دې سره به نېغ په نېغه 40 صنعتونه چلېږي۔ ده ووئيل دې سره سره مونږ غواړو چې ځوانان خپله تعميراتي كمپنۍ جوړه كړي او په صنعت كښې شامل شي۔ ده ووئيل تعميراتي صنعت كښې د هنرمندۍ ودې لپاره به ټېچنګ انسټي ټيوټ جوړٶو او خلق به تربيه كوٶ۔ ده ووئيل بهر هېواد څخه كمپنو په دې لړ كښې د 20
متعلقہ مضامین
-
UAE FM phones Qureshi to condole death of Pakistani
-
Covid positivity ratio crosses 40%, alarming situation in Karachi
-
14 dead, 828 injured in 810 road accidents in Punjab
-
Two schools sealed after students diagnosed with Coronavirus
-
Accountability courts convict 1,405 accused persons till 31 December 2021
-
Heads roll over Murree snowfall tragedy
-
Taro secures $3.5m in pre-seed funding to launch BNPL
-
Security of Data Darbar reviewed
-
World recognises Pakistan as a peaceful nuclear state: Alvi
-
Sindh to ban indoor activities from 24th
-
PML-N govt increased growth rate artificially: Farrukh
-
5.37% GDP growth in three years cheers PM