اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي قام دې د شين او پاك پاكستان كمپائن كاميابۍ لپاره بشپړه مرسته وكړي ٬ د صفائۍ تعلق نېغ په نېغه د صحت سره دے٬ د ونو نالولو او پاكوالي سره به مونږ او زمونږ ټولنه هم صحت منده شي٬ خزله ځائ ته رسولو لپاره دې كوټلې نظام خپل كړئ شي٬ د پلاسټك جوړ څيزونو څخه دې ډډه وكړئ شي۔ اولس مشر دا خبره ” د كلين اېنډ ګرېن پاكستان كمپائن” پحقله وېډيو پېغام كښې كړې۔ اولس مشر عارف علوي ووئيل د پاكوالي امر لوي څښتن كړے ۔ ده ووئيل حكومت دا خبره اولس ته د رسولو زمه واري اخستې چې اواس خبر كړي چې پاكستان كښې خيرنتيا زياتېږي ٬ ده ووئېل كه مونږ پاك اوسو نو د دې تعلق نېغ په نېغه زمونږ د صحت سره دے۔ اولس مشر دې امر پلو پام وګرځولو چې لوي څښتن په قرآن پاك كښې فرمائيلي كوم خلق چې لوي څښتن پلو رجوع كوي او پاك اوسي الله پاك ھغوي سره مينه لري۔ ده ووئيل صفائي نيم ايمان دے۔ اولس مشر د صفائۍ درې اړخونه رامخئ ته كولو سره ووئيل يو روحاني پاكوالې دے ٬ دوېم د وجود پاكوالې او درېم ټولنيزه صفائي ده۔ ده ووئيل د مذهب په اعتبار سره هم او د انساني فطرت او صحت په اعتبار سره هم دا هر څه ډېر ضروري دي۔ ده ووئيل عربستان چرته چې د اوبو كمې وي هلته هم په ورځ كښې 5 ځله اودس چاراندام ٬ لاس وېنځلو او د خپل ځان پاك ساتلو تلقين شوې ځكه چې د دې نېغه په نېغه تعلق د صحت سره دے ۔ اولس مشر ووئيل كله چې به زمونږ خوږ نبيۖ ډوډۍ خوړله نو د د ډوډۍ نه وړاندې او د خوراك نه پس به ئې لاس ونېځل او د اوسني دور ميډيكل سائنس هم دا وائي چې په ورځ كښې لږ نه لږ پنځه ځله لاس ووېنځې٬ ځكه چې دې سره د زياتو رنځونو څخه بچ كېدې شوو۔ ده ووئيل خپلو كوڅو او بازارونو كښې خزله غورځولو او په بېلا بېلو طريقو ګېر چاپېر خپرېدو سره معاشرتي خيرنتيا لا زياته شوې او په دې لړ كښې بايد احتياط وكړې شي او ماشومانو ته هم تلقين كول پكار دې۔ اولس مشر ووئيل بايد د پلاسټك څخه جوړو څيزونو كارولو څخه هم ډډه وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan has made strategic pivot from geo-politics to geo-economics: FM Qureshi
-
Peaceful LB polls govt’s priority: CM
-
Alvi stresses more educational opportunities for women
-
Train in Sukkur escapes major disaster due to Driver’s vigilance
-
In Nawabshah, a teenager dies from a wrong injection
-
CM chairs meeting to review Daanish Schools performance
-
Prices of essential commodities on downward trend: Fawad
-
DG UMT meets Afghan higher education minister
-
Pakistan to help Afghanistan in education sector: Alvi
-
Tareen sets the record straight
-
PM presenting Muslims’ case against Islamophobia effectively: Farrukh
-
Opposition involved in sale and purchase of votes: Khawar