اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) پاكستان او ايران د پنځه اربه ډالرو د كلن تجارت هدف ترلاسه كولو او د رېلوے رابطه كارۍ په لا بهتر كولو اتفاق كړې۔دا اتفاق د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د پاكستان او ايران د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د لسم پړاؤ په مهال شوې۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه او د ايران نائف خارجه وزير سيد عباس آراغچي په دې موقع د خپلو خپلو پلاو مشري وكړه۔د سياسي مشاورت په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د قونصلر٬اقتصاد٬تجارت او د سرحد په اړه د چارو جاج واخستلې شو۔دواړو هېوادونو كلن تجارت پنځه اربه ډالرو ته د رسولو په لار كښې د خنډونو په لرې كولو اتفاق وكړو۔په دې هم اتفاق وشو چې د دواړو هېوادونو د شريك اقتصادي كميسون 21مه غونډه به راتلونكې كال كولې شي۔د غونډې په مهال دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه غوره اړيكې د اطمينان څرګندونه وكړه٬پاكستان او ايران په افغانستان كښې د امن او استحكام بحالۍ لپاره په هڅو يو ډول دريځ لري۔دواړه هېوادونه د افغانستان د شخړې له امله زيات آغېز مند شوي۔دواړو هېوادونو په دې خبره هم اتفاق وكړو چې د افغانستان شخړه افغان دولت او اولس په مشرۍ كښې د سولې عمل سره حل كېدې شي۔په غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د صورتحال٬د مينځني ختيز په شخړه او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم بحث وشو
متعلقہ مضامین
-
Bulgarian envoy visits Peshawar Museum
-
Judicial murder of Guru, a question mark on so-called ‘secular India’: Afridi
-
Punjab governor for fostering trade ties with Tashkent
-
FO rubbishes Indian MEA’s claim of Kashmir as ‘integral part’
-
Citizens of twin cities flout ban on kite flying
-
People fed up of opposition’s hollow resignations, long march claims: CM
-
Unknown assailants threatened a man in Lahore’s Iqbal Town area
-
Dry, cold weather forecast for Bahawalpur
-
PM reviews progress of Naya Pakistan’s flats in G-13
-
FM, CJCSC discuss national security matters
-
Court adjourns hearing of money laundering case against Shehbaz Sharif family till 18th
-
PTI presented largest uplift budget in history: Buzdar