اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د پیټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې هېواد ته د پیټروليم د ځايې ذخيرو د پائيدار پرمختګ او سپلائي ضرورت دې٬اوسنې حكومت به د هېواد په درآمدي بل قابو موندلو لپاره د پیټروليم نور بلاكس معرفي كوي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د تېل او ګاز د لټون او پیداوار په اړه كلن ټېكنيكل كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔د دې كنفرنس اهتمام پاكستان اېسوسي اېشن آف پیټروليم جيو سائنټسټس اينډ سوسائټي آف پیټروليم انجينئرز پاكستان كړې و۔وفاقي وزير كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا كنفرنس هېواد ته د توان ورپیښو ستونزو په تناظر كښې درست اقدام دې دې سره به د دې څانګې د بهترۍ تجاويز مخې ته راشي۔ده ووئيل چې تېره مياشت د تېل او ګاز لټون په لړ كښې بلاكس ترلاسه كولو لپاره د كمپنو ګډون د ډاډ وړ دې۔په دې موقع د پیټروليم وفاقي سېكتر ميا اسد حيا الدين هم وېنا وكړه۔په كنفرنس كښې د تېل او ګاز څانګې سره تړون لرونكو د 40 نه زياتو كمپنو استازي او د هېواد او بهرنيو هېوادونو نه 1500 استازي ګډون كوي
متعلقہ مضامین
-
Police arrests 10 more suspects in Khanewal lynching case
-
Mother Languages Literature Festival: 10 prominent legends to be awarded
-
15 million in need of refractive and optical services
-
Sarwar addresses pressing demands of university students
-
PSL 7 matches’ security reviewed
-
NSA expresses pleasure over hosting Bill Gates, delegation at AICC
-
CM to visit Dubai
-
CM’s aide annoyed over delay in development projects
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 18
-
Sehat Card – mitigating suffering of downtrodden
-
Shehbaz using ‘unfair tactics’ to put off his indictment: Farrukh
-
Steps underway for restoration of Karachi’s old culture: Wahab