اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ژوندي قامونه د خپلو اتلانو د كمالاتو اعتراف كوي٬ زمونږ حكومت د خپل عظمت علمي او ادبي روايات او ژوند راتلونكو پېړو ته منتقل كولو٬ د قامي او نړيوالې منظر نامې د دې سرمايه معرفي كولو له به خپل كردار ترسره كوي۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د عظيم شاعر مرزا اسد اللہ خان غالب د زېږېدنې ورځ په موقع په ايوان صدر كښې مشاعرې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل عظیم المرتبت شاعر، بے مثال نثر نګار مرزا اسد اللہ غالب د زېږېدنې مناسبت سره دستوره كښې ټولو ګرانو مېلمنو ته هركلے وائم۔ ده ووئيل د مرزا اسد الله خان غالب مرتبې او شاعرۍ نه څوك واقف نه دے ٬ د ھغه همعرو او راتلونكو د ھغه د شاعرۍ معترف دي۔ اولس مشر ووئيل چې غالب بې مثاله قصیدے ليكلے په خاص توګه د حضرت علي (رض) په شان كښې د اردو قصيده ” دهر جزيكتائي معشوق نهيں” مثال نه لري۔ ده ووئيل ژوندي قامونه د خپلو اتلانو د كمالاتو اعتراف كوي٬ زمونږ حكومت د خپل عظمت علمي او ادبي روايات او ژوند راتلونكو پېړو ته منتقل كولو٬ د قامي او نړيوالې منظر نامې د دې سرمايه معرفي كولو له به خپل كردار ترسره كوي۔ په مشاعره كښې نوميالو شاعرانو انور مسعود، افتخار عارف، توصیف تبسم، سحر انصاری، امجد اسلام امجد، انور شعور ، احسان اکبر، نصیر ترابی، ریاض مجید ، جلیل عالی، نصرت زیدی، حلیم قرېشی، یاسمین حمید، نظیر تبسم، انجم سلیمی، فاطمه حسن، قمر رضا شهزاد، حمیدہ شاهین، اختر عثمان، بارام غوری، شاکر حسېن شاکر او محسن شکیل خپل خپل كلامونه وړاندې كړل
متعلقہ مضامین
-
Rapist convicted
-
Petrol price hike: Shibli offers tip to motorists
-
No-trust motion against govt a risk worth taking
-
In Belgium visit, COAS discusses Afghan situation
-
Semi, Hasheesh clinch World Jr Tennis C’ships title
-
NSA expresses pleasure over hosting Bill Gates, delegation at AICC
-
Sehat Card – mitigating suffering of downtrodden
-
Non-performing SHOs to be removed: Memon
-
IU vs LQ: Rashid Khan all set to play match last match today
-
Police recovers minor kid abducted for ransom, four kidnappers netted
-
Two crucial legislations sent to Federal Cabinet for approval: Fawad
-
Turkish delegation concludes Lahore visit