د ستر روحاني لارښود حضرت شاه ركن الدين عالم د عرس دستورې پېل شوې۔
ملتان ۔12 جنوری (اے پی پی) د ستر روحاني لارښود حضرت شاه ركن الدين عالم 705 م درې ورځنې عرس د خالي په ورځ سحر ملتان كښې پېل شو۔ ګده نشين مخدوم شاہ محمود قرېشی په روايتي توګه مزار ته غسل وركولو سره د عرس د دستورو پرانسته وكړه۔ په دې مهال امنيت ټينګ كړې شوې وو۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې شاه محمود قرېشي ټولنه كښې زغم او ورورولۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده عرس كښې ګډون كوؤنكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د عظيم صوفي بزرګ په قدم قدم اېښودلو سره د ټولنې ښېګړې له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د ديني بزرګانو په تعليماتو عمل كولو سره ټولنه د امن او مينې مركز جوړېدې شي۔ صوفیاء کرامو د زغم او ورورولۍ درس وركړې۔ اولس ته مزارونو څخه روحاني سكون ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل كه مونږ ترقي كول غواړو نو مونږ له د حضرت شاه ركن عالم په تعليماتو عمل كول وي۔ ده په دې مهال د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له دعا هم وكړه۔ د پرانستې دستورې ته د مسلم انسټي ټيوټ اسلام آباد چيئرمېن صاحبزاده سلطان احمد علي ٬ د مذهبي چارو پخواني وزير حامد سعيد كاظمي او د دربار كوټ مټھن ګده نشين خواجه معين الدين محبوب هم خطاب وكړو
متعلقہ مضامین
-
Stakeholders urge govt to notify Free and Compulsory Education Act
-
Six die of Corona, 113 new cases confirmed in KP
-
Rain to give positive impact on agricultural sector: official
-
Last warning for India as Pakistan Navy intercepts submarine: Sheikh Rashid
-
DRAP approves API policy to make pharma industry on a par with global standards
-
NAVTTC trains over 74,737 people in various fields
-
IHC stops police from arresting Imaan Mazari
-
EC directs for oath taking of LG representatives
-
CM, Governor KP, Corps Commander visit Imam Bargah Hussainabad
-
59th DHA National Badminton Championship concludes
-
No place for corrupt system in Naya Pakistan: Shahbaz Gill
-
Punjab CM seeks cabinet committee suggestions for Ramazan relief