لاهور 11 مارچ(اے پی پی) د پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي هېواد يوازې په جمهوریت چليدې شي، په میثاق جمهوریت بشپړ كار نه كول د پیپلز ګوند او ن لیګ نا اهلی ده، ما ته نه ښكاري چې نواز شریف د ډيل لپاره چمتو دے، هغه به په خپلو اصولو ولاړ وي،پیپلز ګوند د حکومت سره كار كولو لپاره چمتو دے، د محمد نواز شریف د صحت په اړه مو تحفظات لرل، هغه درې ځل د پاکستان وزیر اعظم پاتې شوې، بايد د چا تذلیل اونه كړې شي ٬ ټولو رنځورانو له ښې طبی اسانۍ وركول د حکومت ذمه واري ده، د زړه په رنځ اخته كس سره دا ډول سلوك كول د افسوس وړ دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ د مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف سره لاهور کوټ لکھپت زندان كښې د ملاقات نه پس ميډيا سره كړې ۔بلاول بھټو زرداری ووئيل ما ته نه ښكاري چې نواز شریف ډیل لپاره چمتو دے ۔ نواز شریف سره د میثاق جمهوریت په لوطنامه بيا خبره نه ده شوې، نواز شریف تپوس پوښتنې له زندان ته راغلې ووم۔ بلاول بھټو ووئيل د انسانیت په بنیاد بايد نواز شریف له طبی اسانۍ وركړې شي،میثاق جمهوریت نواز شریف او بينظیر بھټو كړې، د سیاسی نظام د کمزورو به هم حل راوېستل وي، ده ووئېل مونږ له به د جمهوریت خوښو او نورو سیاسی ګوندونو څخه هم رائې اخستل وي، په زندان كښې يواځې د نواز شریف د صحت په اړه او په میثاق جمهوریت خبره شوې۔ ده ووئيل زما پلار هم 11 كاله زندان خوړلې، هغه په ټولو كېسونو كښې بري شوې، نواز شریف پخپله وئيلي نظریاتی سياستمدار يم ، ما ته نه ښكارې چې هغه به ډيل كولو له چمتو شي،ده هيله ولرله چې هغه به په خپلو اصولو قائم پاتې شي، پیپلز ګوند د حکومت سره كار كولو له چمتو ولاړ د ے، ده ووئېل بايد حکومت ته دا معلومه شي چې اپوزیشن زمونږ سره ملګرې دې،شاہ محمود قریشی هم پھ انګريزۍ ژبه كښې خبره كړې خو د هغه په خبرو چا هم تنقيد نه دې كړې، ما كوم نوټیفکیشن نه دې جارې كړې چې د پلار نامه دې استعمال نه كړم،بلاول بھټو ووئيل اپوزیشن ګوندو په پارلمان كښې په ډاګه كړې چې د بشري حقونو او پاکستان په نامه د حكومت ملګرې يو، مونږ هڅه كوو چې جمهوریت خوښو ګوندونو سره خبره وكړو كه كوم سنجیدہ كسان په حکومتی ګوند كښې شته نو مونږ به د هغوي سره هم خبره وكړو ٬ ده ووئېل كه پھ سباؤن كښې د مریم نواز سره ملاقات اوشي نو زه پھ دې خوشحاله يم، مريم نواز د ګوند په هلو ځلو كښې
متعلقہ مضامین
-
Minister for paying attention to development of agri sector
-
Relief activities in remote areas of Cholistan reviewed
-
‘Pakistan deprived of true friend Khalifa bin Zayed’
-
No religious case to be registered against PTI sans proofs: IHC
-
IHC fixes NAB appeals for hearing against Zardari’s acquittal
-
PHC closes down 317 quackery outlets in 26 districts
-
ANF seizes 10,000 intoxicated tablets, over 37 kg narcotics; held 3 accused
-
Chairman HEC visits KU, pays homage to victims of Confucius Institute blast incident
-
FM urges for concerted efforts to overcome growing global food crises
-
Five-day Anti polio campaign starts in Khanewal from May 23
-
IG Punjab Rao Sardar promoted to grade 22
-
NA Speaker declares Raja Riaz Ahmad as leader of opposition