اسلام آباد 28 مئی (اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د او آئی سی خارجه وزيرانو کونسل غونډه كښې به په د امن په منصوبه او د ایران په صورتحال خبره كولې شي، پاکستان به پھ غونډه كښې خپل نقطه نظر وړاندې كوي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ د او آئی سی خارجه وزيرانو کونسل غونډه كښې ګډون له سعودی عرب ته د تللو څخه وړاندې میډیا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل په سعودی عرب كښې د اسلامی هېوادونو تنظیم غونډه كېږي كومه كښې به چې وزیر اعظم هم ګډون كوي۔ ده ووئيل د او آئی سی خارجه وزيرانو كونسل غونډه ځكه اهمیت لري چې په دې غونډه كښې د مينځني ختيز په صورتحال به د خيالاتو څرګندونه كېږي۔ خارجه وزير ووئيل په دې غونډه كمښې به د امن پھ يوه نوې منصوبه خبرې كولې شي ، د ایران صورتحال كوم كښې چرته تاؤ ترېښوالې زيات شوې په دې اړه به هم خبره كولې شي۔ده ووئيل په دې ټول تناظر كښې به پاکستان په دې غونډه كښې خپل نقطه نظر وړاندې كوي۔ خارجه وزير ووئيل د غونډې په مهال به د ځينې خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه هم شيډول دي دغسې د او آئی سی عمومي سيكتر سره به هم ملاقات كولې شي۔ده ووئيل د کشمیر رابطه ډلې غونډه هم متوقع ده چې پكښې به د کشمیر رابطه ډلې غړي خپل نقطه نظر وړاندې كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s mango production likely to decline by 50% due to heatwave, water shortage
-
PTI moved from ‘Gali’ to ‘Goli’ to eliminate political opponents: Marriyum
-
Raja Riaz assures optimum cooperation to govt
-
Monkeypox may persist in body for 10 weeks, even after rash fades: study
-
Sultan writes letter to UN chief seeking role for release of Malik
-
‘All possible support being provided to PC incident victims’
-
Army chalks out relief plan for Cholistan drought victims
-
Lumpy skin awareness campaign continues in South Punjab
-
KP formulates Antimicrobial Resistance Surveillance plan in animal health sector
-
Al-Khidmat distributes ration in Cholistan
-
Saints played vital role in spreading message of Islam: AJK PM
-
Monitoring system launched for prompt resolution of Hajj pilgrims’ complaints