اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف لارښود جهانګير ترين وئيلي دې زرعي پرمختګ د نوي پاكستان د وژن بنيادي نكاتو څخه ده ٬ د كركيلي څانګه د صوبو ذمه واري ده خو وفاق به د هېواد معيشت د دې مهمې څانګې پرمختګ لپاره خپل قائدانه كردار لوبوي٬ د كركيلې د پرمختګ 13 وې منصوبې به په څلورو كالو كښې ترسره كړې شي۔ دا خبرې د پاکستان تحريك انصاف لارښود جهانګير ترين د نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان سره خبري كنفرنس ته وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت د كركيلې پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كوي ځكه چې دا څانګه د هېواد د معيشت د ملا تير حېثيت لري۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون د لارې زرعي څانګه صوبو ته سپارلې شوې خو لېډر شپ د وفاق نه راځي٬ دې لپاره به وفاق به د هېواد د معيشت د دې مهمې څانګې پرمختګ لپاره خپل قائدانه كردار لوبوي او په دې لړ كښې به وفاق صوبو سره په ګډه كار كوي ٬ جهانګير ترين ووئيل د تېرو لسو كالو په مهال د كركيلې پرمختګ ته پاملرنه نه ده شوې چې په سوب ئې زرعي برآمدات كم شوې٬ حكومت د زرعي برآمداتو اضافې لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل د كركيلې څانګې اوبو لپاره 230 اربه روپۍ بېلې كړې شوي ٬ زرعي څانګې كښې نجي شراكت دارۍ سره غوره نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير صاحبزاده محبوب سلطان ووئيل د كركيلې د پرمختګ 13 نوې منصوبې به په څلورو كالو كښې ترسره كړې شي۔ ده ووئيل د دې منصوبو بشپړېدو سره به هېواد كښې زرعي انقلاب
متعلقہ مضامین
-
NEPRA raises electricity tariff by Rs7.9 per unit
-
Iranian Islamic revolution continues in full power: envoy
-
ECP to notify reserved PA seats after by-polls
-
PM directs for provision of desalination plant, electricity in Gwadar
-
Govt, UNHCR verify 1.3 million Afghan refugees in Pakistan
-
Punjab ministers demand bullet-proof vehicles
-
FIA seeks court order for arresting both Shahbaz and Hamza in money laundering case
-
Fire erupts at Children Hospital in Lahore
-
NDMA issues heatwave alert amid temperature spike up forecast
-
‘Article 75 explains procedure of president’s assent to bills’
-
KWSB partakes fire extinguishing operations at two spots
-
Federal Ombudsman for economising on fuel consumption