اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند د قامي اسمبلۍ غړي امیر حېدر خان هوتي وئيلي دي د امریکې لخوا د كشمير په كشاله د ثالثۍ د وړاندېز هركلے كوٶ٬ كومو سناتورانو چې فلور كراسنګ كړې د ھغوي په ضد به كاروائي كوٶ٬ عجيبه خبره ده چې په ملاټر كښې 64 سناتوران وٶ او چې پټه رائے شمېره اوشوه نو 50 ووټونه رامخې ته شول۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا ميديا سره په خبرو كښې ده ووئيل د امریکې لخوا د كشمير په كشاله د ثالثۍ د وړاندېز هركلے كوٶ٬ يو فريق هند دے د ھغه رويه تل څخه منفي ده٬ هندي وزيراعظم چې د ثالثۍ پحقله كومه خبره ټرمپ سره كړې وه په ھغې د هند په پارلمان كښې مودي ځواب نه دې وركړې۔ ده ووئيل په هند چې كله نړيواله ورورولي د نړيوالې ثالثۍ په اړه فشار واچوي نو ھغه ثالثي كاميابېدې شي۔ امیر حېدر هوتي ووېيل په سېنېټ كښې د عدم اعتماد په تحريك كښې مخالفه ډله پاتې راغله٬ عجيبه خبره ده چې په ملاتړ كښې 64 سناتوران اودرېدل او چې پټه رائے شمېره اوشوه نو 50 ووټونه رامخې ته شول۔ ده ووئيل كومو سناتورانو چې فلور كراسنګ كړې د ھغوي په ضد به كاروائي كوٶ
متعلقہ مضامین
-
NA slams Canadian MP’s statement against COAS
-
China comes out to offer support to Pakistan
-
Registration for PM’s life-saving CPR training programme opens
-
PML-N to win by-elections with public support: minister
-
PHIMC signs agreement on health facility program
-
Stranded cargos: LCCI president jumps-in to rescue importers
-
Pakistan not in isolation, says minister
-
Another earthquake jolts Islamabad, surroundings
-
‘Thori Life Thori Zindagi’ being screened for free in Murree
-
Petition filed in court against likening politicians to donkeys
-
CPC thanks COAS for security to Chinese
-
USAID celebrates small enterprises day