اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې د هندي خارجه وزارت د تېرې ورځې بيان مسترد كولو سره وئيلي چې هندي حكومت د دې بيان د لارې د كال 2002 ګجرات عامې وژنې پېښې سره د اړوندو حقائقو او رازونو پټولو هڅه كړې ده كومه چې په يوه لويه كچه د عامې وژنې ٬ لاقانونيت ٬ د عصمتونو بې حرمتۍ او د لوټ مار يوه د شرم وړ داستان دے ٬ حقيقت دا دې چې د ګجرات د عامې وژنې پېښې ماسټر مائنډ انصاف څخه بچ شواو نن يۍ په هند كښې مهم سركاري منصبونه سنبال كړي دي۔ د خارجه دفتر وياندې د هند خارجه وزارت د بيان په اړه د ميډيا د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل چې هند د رياستي ترهه ګرۍ جرمونه په الفاظو نه شي پټولے۔ د واکمن ګوند هندوتوا سیاسي نظريې د كركې ٬ ګډوډۍ او استثنی فضا رامینځته کړې۔ استثنایی کلتور په هند کښې د هندوتوا په سیاست کښې ژور ځايې لري۔ د دھلي – لاهور سمجھوتا اېکسپریس پېښې ٬ كومه كښې چې 40 پاكستاني وګړي وژلې شوي وو ٬ ماسټر مائنډ او مجرمانو بري كېدل د آر اېس اېس – بي جے پي نظام لاندې د انصاف د عامې وژنې ښكاره ثبوت دے۔ دې ووئيل د روانې اونۍ په مهال يو ډوزيئر جاري كړې شوې دې په كوم كښې چې په 2021 كښې د لاهور په يوه سوليزه سيمه كښې په شوې ترهګر بريد كښې د هند د ككړ كېدو د نه رد كېدو وړ ثبوتونه موجود دي۔ د هند د بهرنیو چارو د وزارت بیان د پاکستان بدنامولو او ځانله كولو كښې د خپلې ناكامۍ په برخه كښې د مخ په زياتېدونكې مايوسۍ عكاسي كوي۔ د اکتوبر په میاشت کښې د فيټيف د ګرے لسټ څخه د پاکستان د نامې د ویستل كېدوپه مخنیوي کښې د پاتې راتللو او د پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي هڅو په نړيواله كچې له تسليم كېدو ورستو هند د پاكستان بدنامولو او نخښه جوړولو خپلې ايجنډې ته پراختيا وركولو له نړيوال فورمونه كاروي۔ وياندې ووئيل چې مونږ باور لرؤ چې نړيوالې ورورولۍ به دا څېره پېژندلې وي او د بي جے پي – آر اېس اېس د سوئيلي آسيا په خپل روپ كښې د بدلولو خوب به كله هم ريښتيا نه شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Uzbekistan sign protocol on establishment of JSC
-
Sindh-Hubei sign agreement to establish sister-provinces relationship
-
Twitter bends the knee for ‘King’ Babar Azam as he tops T20 rankings
-
CDA installs 80,000ft pipelines for nonstop water supply
-
Illicit cigarette trade in Pakistan
-
Punjab ideal for foreign investment: Buzdar
-
PTI taking measures to revolutionize industrial sector: Fawad Chaudhary
-
Khattak felicitates PMSA for inducting new vessel
-
FATA students: NA body seeks HEC notification for doubling seats
-
Can’t shake hands with corrupt: PM
-
Fawad concerned over frequent criminal incidents in Sindh
-
Balochistan forests deplete under nose of forest dept