اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاكستان په شمول د نړۍ په بېلو برخو كښې زده كړو د ودې وركولو ٬ روغتيا ٬ ماحولياتي او سماجي تحفظ په څانګه كښې د خذماتو په ترسره كولو د داؤدي بوهره ورورولۍ داعي او مشر ډاكټر سيدنا مفضل سيف الدين ته نشان پاكستان اعزاز وركړو۔ د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې په دې اړه يوه دستوره وكړې شوه۔ په دستوره كښې نګران خارجه وزير جلیل عباس جیلانی ، د مذهبي چارو نګران وفاقی وزیر ډاكټر انیق احمد ، د سندھ ګورنر کامران احمد ټیسوری او د اسلامی نظریاتی کونسل چیئرمېن ډاكټر قبله ایاز ګډون كولو۔ صدر مملكت د داؤدي بوهره برادري مشر ډاكټر سيدنا مفضل سېف الدين ته نشان پاكستان اعزاز وركړو۔ په دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيلې شوو چې ډاكټر سیدنا مفضل سیف الدین داؤدی د بوهرہ کمیونټی 53 م داعی او مشر دے۔ د دې پېروكار په ټولو براعظمونو كښې موندلې شي۔ دوئي ګڼ شمېر كښې پاكستان كښ هم موجود دي۔ ډاکټر سیدنا مفضل سیف الدین پاكستان لپاره خصوصي احترام سره سره د امن ٬ همغږۍ او خېر سګالۍ حامي دے۔ ده د نړۍ په بېلو برخو كښې زده كړو ته وده وركولو لپاره په زړه پورې هڅې كړي دي۔ ده په جامعه كراچۍ كښې د سكول آف لاﺀ په ودانۍ كښې خپله برخه واچوله۔ دې د روغتيا څانګې له هم كار كوي او د يو شمېر ادارو دلارېه اولس ته د درملنو آسانۍ وركوي۔ د پاكستان په بېلو برخو كښې دده پېروكارو يو لك څخه زياتې ونې ولګولې۔ ده په خپلو پېروكارو زور راوړې چې هغوي خپل ژوند قرآن مجيد د تعليماتو له مخې تېر كړي۔ ډاکټر سیدنا مفضل سیف الدین په داؤدی بوهرہ کمیونټی كښې د خوراك د عدم تحفظ مسئله حل كړې ده چې له مخې يۍ په هر كلي ٬ سيمه يا ښار كشی چرته هم چې هغوي پاتې كېږي د فېض الموائد تر اهتمام لاندې يو مشتركه باورچي خانه جوړه كری شوې ده۔ د پاكستان په بېلو ښارونو كښې اېف اېم بی كميونټي كچن څخه روزانه 7000 څخه زياتې كورنۍ استفاده كوي۔ صدر مملكت د روحاني لارښودنې او سماجي خذماتو په اعتراف كښې ده ته نشان پاكستان اعزاز وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
AJK PM for timely completion of development projects
-
Assemblies will complete their term
-
Morality-based world order crucial to avert wars: President
-
PM’s popularity increased manifolded in last 2 weeks: Hammad
-
Not worried about no-trust motion: Imran
-
Ombudsman orders inquiry into complaints by overseas Pakistanis
-
District admin sets up free medical camp in Sajjikot
-
PTI all set to hold ‘historic political power show’ on 27th March: Faisal Javed
-
Senate body unanimously passed “The National Highway Safety Amendment Bill”
-
Sargodha University Sports Gala 2022 starts on Wednesday
-
Khalida Shafaat donates Rs2m for GCU-EFT
-
Nosham Coalfield: Geological maps, technical report’s compilation in final phase