اسلام آباد۔ 25 اکتوبر(اے پی پی) هېواد څخه د ويستلو خبردارے په غېر قانوني توګه پاكستان كښې د مېشته بهرنو وګړو لپاره دے٬ دا تاثر سم نه دے چې يواځې افغانان ويستلے شي٬ د نومبر اولنۍ نېټې څخه به يواځې پاسپورټ او وېزا لرونكې پاكستان ته راتللې شي٬ ده د سېنېټ د داخله چارو قائمه كمېټۍ غونډې ته بريفنګ وركولو۔ داخله وزير ووئيل مونږ په غېر قانوني توګه د مېشته وګړو په حقله خبره كړې وه چې دوي به ويستلے شي خو پېغام مخكښې دا لاړو چې شايد يواځې افغانان به ويستلے شي۔ د حكومت پېغام يواځې د افغانانو لپاره نه ؤ ۔ ده ووئيل كه څوك ریفیوجی کارډ يا وېزا لري نو هغه زمونږ مېلمه دے۔ ده ووئيل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنو معامله زما په علم كښې نشته بياهم دې ته به پام كولې شي۔ داخله وزير ووئيل په كوم هم هېواد كښې داسې نه كېږي چې هلته بهرني په غېر قانوني توګه پاتې كېږي ۔ د غونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په هېواد كښې په غېر قانوني توګه مېشته وګړو ته وركړې شوې وروستې نېټه كښې د پراختيا په اړه تر دې دمه كوم وړاندېز نه دے رامخې ته شوے ، ده ووئيل د نومبر اولنۍ نېټې څخه به دا خبره باوري كولې شي چې دې هېواد ته چې څوك هم راځي د پاسپورټ سره به راځي۔ ده ووئيل نه كوم سفارتي لاس وهنه كېږي او نه دې ته حاجت شته۔ ده ووئيل كه تاسو د لوئيديزو هېوادونو خبره كوۍ نو آيا هغوي به تاسو د قانوني دستاوېزات نه غېر پرېږدي؟ ده ووئيل كه لوئيديز هېوادونه خپلو وګړو لپاره دومره حساس دي نو مونږ لپاره پاكستاني وګړي هم تر هر څه اول دي
متعلقہ مضامین
-
20pc quota reserved for backward areas women in nursing colleges: Buzdar
-
IHC seeks report from FIA in PECA petitions
-
SI among 3 booked on robbery charges
-
Dollar breaches barrier of Rs 189 in interbank
-
CM Punjab election: Hamza Shahbaz files petition in LHC
-
Imran Khan stands on right side of history: AJK PM
-
OPC resolves expats’ 1,282 complaints in 8 weeks
-
Police scuffle case: court summons Capt (retd) Safdar for indictment
-
FIA director investigating Shahbaz, Tareen goes on leave
-
ITP tickets 4,123 for jumping signal
-
Dry weather creates water shortage in Hazara
-
Police bust 64 gangs, nab 234 gangsters in last three months