اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي و ئيلي دي چې د اليكشن كميشن لخوا د كامياب كانديدانو فهرست جاري كيدو څخه وروستو د پارليماني چارو وزارت به د قومي اسمبلۍ غونډې رابللو سمري نګران وزيراعظم ته وليږي او صدر مملكت ته به د قومي اسمبلۍ غونډې رابلولو خواست وكړے شي۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خبرو كښی وفاقي وزير ووئيل نګران حكومت خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔ د پېنډۍ كمشنر په معامله د لوړې كچې تحقيقاتي كمېټي جوړه كړې شوې او الېكشن كمېشن هم په دې اړه خپله كارروائي كوي۔ ده ووئيل مونږ له به په خپلو ادارو او نظام باور كول وي۔ ده ووئيل قانوني عمل مخ په وړاندے روان دے بايد انتظار وكړے شي۔ د قومي اسمبلۍ غونډې رابللو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د آئين او قانون لمخې چې كله الېكشن كمېشن د كامياب كانديدانو فهرست جاري كړي نو د پارليماني چارو وزارت د قومي اسمبلۍ غونډې رابللو سمري نګران وزيراعظم ته وليږي او صدر مملكت ته د قومي اسمبلۍ غونډې رابللو خواست وكړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
PKMAP chairman calls on CM Balochistan
-
IGP takes note of man’s killing
-
22,000 pilgrims to be vaccinated in Karachi
-
‘Army has vital role to play in world peace’
-
22,000 pilgrims to be vaccinated in Karachi
-
LHC orders inclusion of Alvi, Baligh in plea against Hamza
-
Pakistan, Turkey support each other on all core issues: PM
-
Sanaullah to be indicted in drugs case on June 25
-
‘Absolutely not’: Imran on withdrawing resignations
-
Experts from Shaukat Khanum Hospital discuss harmful effects of tobacco
-
Experts from Shaukat Khanum Hospital discuss harmful effects of tobacco
-
Sherry to underline growing climate vulnerability at Stockholm +50