اسلام آباد۔8 مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د تكنيكي او فني تعليم يو برابر كولو ٬ په بهر هيوادونو كښې د پاكستاني افرادي قوت غوره روزګار لپاره د پاكستان سكل كمپنۍ ٬ سكل ډويلپمنټ فنډ جوړولو او د تكنيكي او فني تربيې څانګه كښې اصلاحات لپاره د كمېټۍ جوړولو هدايت كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزير اعظم په خپله مشرۍ كښې په بهر هېوادونو كښې د پاكستاني افرادي قوت او د نېشنل ووكېشنل اېنډ ټيكنكل ټرېننګ كمېشن په اړه د لوړې كچې غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، خالد مقبول صدیقی، وزیرِمملکت شزہ فاطمه خواجه، د وزیراعظم د یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د وزیرِ اعظم کوارډینیټر رانا احسان افضل، د خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل کوارډینېټر لېفټېننټ جنرل سرفراز احمد، د پلاننګ كمېشن دوهم چیئرمین جهانزیب خان او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د اېن اے وی ټی ټی سی په پاكستان كښې د افرادي قوت تكنيكي او فني تربيې حوالې سره د اقداماتو په اړه ووئيلې شوو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې اېن اے وي ټي ټي سي به د روان كال په مهال 60 زره وګړو ته تكنيكي او فني تربيه وركړي او د اصلاحاتو بشپړ كېدو څخه وروستو به په راروانو 3 كلونو كښې ټول 6 لکه وګړو ته تكنيكي او فني تربيه وركول باوري كړې شي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې تكنيكي او فني تربيې لپاره به نه يوازې په بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعو او مطلوبه هنر سره د اړوندو معلوماتو تبادله باوري كولې شي بلكې ځايې صنعت څخه په دې لړ كښې د افرادي قوت د كھپت ډېټا هم ترلاسه كېدې شي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې اېن اے وی ټی ټی سی د تکنیکی او فنی تربیې نړيوال معيار باوري كولو له د نړيوال معيار شهرت لرونكو ادارو څخه د زده كوؤنكو سندونه هم لازمي ګرځولي دي۔ غوندې ته دا هم ووئيلې شوو چې د وزيراعظم د هدايت له مخې د ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر ځوانانو لپاره نه يوازې په وفاقي كچه كوټه بېله كړې شوې ده بلكې د دوئي خصوصي تربيې لپاره جلا پروګرام هم اجرا كولې شي كوم به چې د روان كال جون مياشت كښې پېل كړے شي۔ غونډې ته د سمندر پورې پاكستانيانو د چارو او د افرادي قوت پرمختګ وزارت په اړه بريفنګ وركړے شو او اصلاحاتو سره اړوند سفارشات هم وړاندې كړې شول۔ په دې وزيراعظم د فوري سفارشاتو مرتب كولو له په سمدستي توګه د يوې كمېټۍ جوړولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت او اېن اے وی ټی ټی سی كښې د اصلاحاتو پرېكړه وكړه او هدايت يۍ وكړو چې په ګرد هېواد كښې دې د تكنيكي او فني تعليم يو برابر كولو ٬ په بهر هيوادونو كښې د پاكستاني افرادي قوت غوره روزګار لپاره د پاكستان سكل كمپنۍ ٬ سكل ډويلپمنټ فنډ جوړولو ٬ د تكنيكي او فني تربيې څانګه كښې اصلاحات لپاره كمېټي جوړه كړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان ځوان افرادي قوت ته دې د نړيوال معيار تکنیکی او فنی تربيه وركول باوري كولو له دې اېن اے وی ټی ټی سی لا فعاله كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل نادرا دې اېن اے وي ټي ټي سي او ټولو صوبائي ادار سره په ګډه په بهر هېوادونو كښې د مېشته افرادي قوت يو مربوط او منظم ډېټابېس جوړ كړي۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې نړيوال معيار سره د همغږۍ لرونكې فني او تكنيكي تربيې منصوبه بندې دې عملي كړې شي۔ وزیرِ اعظم پاکستانی تکنیکی و فنی افرادی قوت ته په بهر هېوادونو كښې د روزګار حوالې سره د كمپنيو لائسنس رجيم كښې د اصلاحاتو هدايت هم وكړو۔ ده ووئيل داسې كمپنۍ او خلق دې په ګوته كړې شي كوم چې پاكستاني افرادي قوت ته دھوكه وركوي او دوئي ته معاشي زيان رسوي۔ داسې عناصر په بهر نړۍ كښې د پاكستان وقار ته د زيان رسولو سبب ګرځي۔ په پاكستاني سفارتخانو كښې دې د کمیونټی ویلفیئر اتاشیانو په تعينات كولو كښې د مېرټ او سپېځلتيا خاص خيال وساتلے شي۔ ده هدايت وكړو چې په پاكستان كښې دې د تکنیکی او فنی تربیې څانګې اصلاحات لپاره يوه كمېټي جوړه كړې شي كومه چې سفارشات وړاندې كړي او دغسې دغه كمېټي دې د سمندر پورې پاكستانيانو او د افرادي قوت وزارت اصلاحاتو له هم سفارشات مرتب كړي۔
متعلقہ مضامین
-
PM directs vetting of Murree Expressway to protect against landslides, damages
-
The Economist ranks ‘Karachi’ world’s worst cities to live in
-
Levis official injured in firing
-
Old enmity claims life
-
Pakistan believes in peaceful co-existence: PM
-
PM felicitates COAS on conferment of King Abdulaziz Medal
-
Govt taking keen interest in resettlement through artificial rains in Cholistan: Baligh
-
102 Corona patients quarantine in RWP
-
Punjab govt issues gazette notification of new government bodies system
-
Self-reliance, tactical solutions needed to tackle economic difficulties: PM Shehbaz
-
LG polls: MQM-P threatens to end agreement with PPP
-
First-ever Pakistan Mango Festival held in Australia’s capital