اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د وفاقي حکومت او خېبر پښتونخوا ترمېنځه صوبه كښې د لوډشېډنګ خاتمې٬ د برېښنا واجبات وركولو او د لائن لاسز كمي پحقله د خبرو اترو نه پس اتفاق راغلے ٬ ډېر زر به باقاعده لوظنامه وشي٬ د ملاقات نه وروستو د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډا پور، داخله وزير محسن نقوي او د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري ميډيا ته بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په صوبه كښې د لوډشېټنګ پحقله د وزيراعلي او د توان وزير ترمېنځه په داخله وزارت كښې خبرې اترې روانې دي٬ خبرې اترې په زړه پورې ماحول كښې كېږي٬ دواړه ډلې اولس ته ريليف وركول غواړي٬ ده ووئېل په دې لړ كښې مهم پېشرفت شوے ، اولس ته د ريليف وركولو سره سره د بجلۍ واجبات وصولولو او د لائن لاسز كمي په اړه په ټولو اړخونو خبرې اترې شوي۔ په دې موقع علي امين ګنډا پور ووئيل وفاق سره د صوبې د لوډشنډنګ په مسئله خبرې روانې دي ٬ د دې حل لپاره مونږ په ګډه خبرو روانو ساتلو ته اتفاق كړے ٬ ده ووئېل د صوبې د اولس مطالبه وه چې مونږ بجلي پېدا كوٶ او ټول هېواد ته ئې وركوٶ ٬ د دې باوجود لوډشېډنګ زيات دے٬ مونږ ته په دې پلېټ فارم باور راكړے شو چې د بجلۍ په مد كښې بقاياجات به ادا كولې شي او په لائن لاسز كښې كمي لپاره به كميونټي بېسډ كمپائن چلولې شي٬ ده ووئېل وفاق سره زمونږ چارې سمې شوي ٬ د وفاق مننه كوٶ چې دوي د صوبې اولس د امن او امان او معاشي حالاتو احساس ولرو٬ علي امين ګنډا پور ووئيل زما خبره يو كس سره نه بلكې د هېواد داخله وزير او د توان وزير سره شوې ۔ د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري ووئيل د پاكستان اولس او هېواد لپاره خوشبينه خبره ده چې د سياسي مخالفت باوجود د هېواد اتحاد له د خېبرپښتونخوا د بجلۍ په مسئله خبرې شوي٬ په دې موقع د توان وزير او د صوبائي حكومت د خپلو خپلو منصوبو تبادله كړې ۔ ده ووئيل په صوبه كښې چې څومره زر د بجلۍ غلا ختمېدې شي دومره زر به د لوډشېډنګ خاتمه اوشي۔ ده ووئيل هېواد په معاشي توګه مضبوطولو لپاره د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي د اقدام هركلے كوٶ۔
متعلقہ مضامین
-
Rapid expansion of Pak-Türkiye bilateral ties reflects unprecedented friendship: Marriyum
-
CM, Jhagra administer polio drops to kick off anti-polio drive
-
Pakistan’s performance during Covid-19 important lesson for world
-
Pakistan, China can promote tea production through joint ventures: experts
-
Business delegation from Saudi and Kuwait discuss KE issues with PM
-
Sindh LG polls to hold in two phases: ECP
-
Saudi crown prince confers Order of King Abdulaziz on COAS Gen Bajwa
-
AIOU’s switchover to online system not helping underprivileged students
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad
-
Pakistan, Saudi Arabia to turn ties into strategic partnership
-
421 Sikh yatrees reach Darbar Sahib Kartarpur for religious rites
-
PM forms committee for fast completion of model jail project