اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د قانون او انصاف سلاحكار بيرسټر عقيل ملك وئيلي دي د اسرائيل ميډيا مسلسل د پي ټي آئي د باني او د هغه د ګوند ملاتړ كوي ،ټائمز آف اسرائيل او يروشلم پوسټ لخوا جانبداري د عمران خان د اسرائيلي ايجنډې عکاسي ده، د پي ټي آئي باني په ايما اسرائيلي ميډيا د حکومت او پوځ مخالفه بيانيه وړاندې كوي۔ د شورو په ورځ قانون او انصاف سلاحكار بيرسټر عقيل ملك خپل بيان كښې ووئيل د پي ټي آئي د باني يو بل اعزاز دا هم دے چې ھغه اسرائيل سره اړيكو لپاره موزو شخصيت دے، د باني پي ټي آئي دا ايجنډا د پاکستان د فلسطين روايتي پاليسۍ په ضد او د اسرائيلي مفادات د تحفظ هڅه ده۔ ده ووئيل د اسرائيلي ميډيا دا ملاتړ د مولانا فضل الرحمان او حکيم محمد سعيد د عمران خان پحقله كړې پېشنګوئۍ درستې ثابتوي، هغوي كلونه وړاندې عمران خان د اسرائيل ايجنټ ګرځولے ٶ٬ دا صورتحال د دې خبرې واضحه ثبوت دے چې د عمران خان بيانيه او اقدامات د اسرائيلي ايجنډې د ودې برخه دي٬ كوم چې نه يوازې د پاكستان په كورني سياست كښې مداخلت دے بلكې د قامي مفادات په ضد يو سازش دے
متعلقہ مضامین
-
Security at Torkham border to ensure entries, no humiliation to Afghans: Official
-
Faisal Javed agrees with SC advice
-
Mushaal lauds OIC’s support for Kashmir cause
-
Pack of shameless thugs roaming abroad: Cheema
-
Armed forces continue rescue relief operations in flood hit areas
-
Sheikh Sultan meets COAS, assures UAE support to flood victims
-
Shahnawaz’s mother gets bail before arrest
-
Court extends physical remand of Ayaz Amir, son in murder case
-
Indonesian President dispatches humanitarian aid to Pakistan
-
Man kills wife with bricks
-
Ex-Sindh governor vows to help wealth generation in country
-
Unknown assailant shot dead Chinese national, 2 other injured in Karachi