اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریک انصاف وائس چیرمین شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پنجاب وزیراعلیٰ نومول د عمران خان اختيار دے٬ په دې لړ كښې د مشاورت عمل ترسره شوې او نن د جمعې په ورځ به د پنجاب اعلٰې وزير نامه اعلانولې شي۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ سپيكر چوكۍ لپاره د پي ټي آئي اتحادي ګوند كانديد پروېز الهي په اكثريت سره كامياب شوې او سوګند ئې هم پورته كړې۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې زمونږ حكومت جوړ شوې او په بلوچستان كښې هم زمونږ سپيكر او دوهم سپيكر منتخب كړې شوې دې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي ترمېنځه هېڅ اختلاف نشته بلكې پيپلز ګوند مسلم ليګ (ن) څخه د لاتعلقۍ اعلان كړې دې او پنجاب كښې د سپيكر په انتخاب كښې ئې د مسلم ليګ (ن) كانديد ته ووټ نه دې وركړې او د محمد شهباز شريف د وزيراعظم په نومول كېدو ئې هم د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې ده ځكه چې ھغوي دا ګڼي چې دې چوكۍ لپاره دغه نامه مناسب نه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجا ب اعلٰی وزير لپاره د يو داسې كس په لټون كښې يو چې داغ پرې نه وي او د نوي پاكستان موقف او په جذبه ښه پوهېږي او ھغه په ھغه ډول حكمراني وكړې په كوم ډول چې د پاكستان اولس پي ټي آئي سره توقعات تړلي دي او د عمران خان وژن او د ھغه پروګرام ئې ذهن سره مطابقت هم لري
متعلقہ مضامین
-
Rawalpindi police recover abducted newborn
-
China remains Pakistan’s second largest export destination
-
Senate body decries lacks of groundwater statistics
-
Karachi private school’s registration suspended after hidden cameras found in washroom
-
Steps on to further strengthen DRAP: Dr. Faisal
-
Promotion of female education govt focus: Farrukh
-
P&SHD joins hands with schools against measles
-
ECP’s report on Daska by-poll being ‘distorted’
-
19 hoarders, profiteers arrested in Rawalpindi, businesses sealed
-
OIC to continue supporting Kashmiris’ struggle: envoy
-
Pakistan’s first eco-friendly plastic road to be open in F9 park Islamabad soon
-
Govt taking various steps to further strengthen DRAP: Dr. Faisal