اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم په مشرې كښې د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون په وزارت كښې د لوړې پاې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وفاقي سېكتر خضر حيات پشمول د ځنګلاتو د محكمې اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار واضحه كړه چې په نېشنل فارېسټ پاليسې به په هر صورت عمل باوري كولې شي۔ د وزيراعظم سلاكار د فېډرل فارېسټري بورډ فعاله كولو احكامات هم جاري كړل۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال د شريكو ګټو كونسل د ټولو صوبو په مشوره د نېشنل فارېسټ پالېسې له مخې د فېډرل فارېسټري بورډ منظوري وركړې وه۔ په دې بورډ كښې به د ټولو صوبو استازي شامل وي او د دې په اهدافو كښې به په ټول هېواد كښې د 10 اربه ونو كرلو پلان هم شامل وي چې دغسې دا پلان په ټول هېواد كښې يو ډول عملي كړې شي۔ د ونو كرلو په كمپائن كښې به اېف اېف بي يو مهم پلېټ فارم ګڼلې شي۔ د موسمياتي بدلون وزارت په دې لړ كښې نوټېفيكېشن هم جاري كړے
متعلقہ مضامین
-
China, Pakistan sign MoU in training medical and engineer personnel
-
Indian Punjab CM visits Kartarpur
-
Senate approves NAB amendment ordinance 2021
-
SBP hikes interest rate by 150 basis points to 8.75%
-
Buzdar condemns opposition’s political point scoring on dengue
-
Indian troops martyr a Kashmiri youth in Kulgam
-
EVM to help get rid of rigging in polls: FM
-
Students donate gifts to orphans on Int’l Children Day
-
CS for action against illegal garbage dumping
-
PM orders facilitation of Chinese investors on emergency basis
-
SBP specifies inflation target and forecast
-
COVID-19: NCOC reports 9 deaths, 350 cases in a day