اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پارليمان په مېرمنو غړو او مېډيا زور راوړې چې په ټولنه كښې د بريسټ كينسر په اړه خبرتيا پېدا كولو له كردار ترسره كړي٬مېرمنو پارليماني غړو ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د اكتوبر مياشت د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا پېدا كولو مياشت ده٬ د لارښودو په حېثيت د پارلمان مېرمنې غړې په دې اړه په ټولنه كښې د شعور بېدارولو ذمه واري هم لري۔ده ووئيل په دې اړه دې مېرمنې خپل جاج پخپله واخلي او رهنمائې دې ترلاسه كړي۔ده ووئيل كه د دې رنځ تشخيص او درملنه اونه كړې شي نو دا د جسم په نورو برخو كښې هم خپرېږي۔اولس مشر ووئيل ټولو ټي وي چينلو ته به خطونه لېږلې شي چې مېرمنې لارښودې ٬سماجي كارمندانې٬ لوبغاړې او نوموړي شخصيات خپلو ټاك شوز ته راوبلي او د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا كمپائن وچلوي۔ده ووئيل د بريسټ كينسر مخ نيوي او درملنه كښې د ليډيز هېلت وزيټرز خذمات څخه استفاده كېدې شي۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل په ټولنه كښې مېرمنې د ځينو ستونزو سره مخ دي٬د كومو په اړه چې مېرمنې ښه معلومات لري۔په ټولنه كښې مېرمنو له مقام وركول د رياست ذمه واري ده۔په دې موقع د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا ووئيل اولس مشر مېرمنو ته په پېښو ستونزو خبره كړې۔د مېرمنو مسئلې تر نظره ساتلو سره ما د قامي اسمبلۍ سپيكرې په حېثيت وويمن پارليمنټري كاكس جوړ كړې ؤ۔دې ووئيل مېرمنې پارلماني غړې د دې پيلټ فارم د لارې د مېرمنو مسئلو رامخې ته كولو له فعاله كردار ترسره كوي۔دغسې په دې اړه قانون سازۍ كښې هم مېرمنو پارليماني غړو كردار ترسره كړې۔ په دې اړه د مېډيا په مثبت كردار زور راوړولو سره فهديده مرزا ووئيل مېرمنې پارليماني غړې هم په دې لړ كښې په زړه پورې كردار ترسره كولې شي۔د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزير عامر محمود كياني٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري٬د سېنېټ غړي او مېرمنې پارليماني غړې هم په دې موقع موجودې وې
متعلقہ مضامین
-
IIOJK turned into military garrison: JKEM
-
KP CM inducts two more SACMs into cabinet
-
Senator Palwasha Khan escapes in dacoity attempt in Lahore
-
Sec 144 imposed as demolition of Nasla Tower goes on
-
In two weeks, PM Imran Khan will inaugurate the Green Line Bus Project: Umar Asad
-
SC dismisses plea seeking dismissal of NADRA officer
-
Land transfer to Indian forces is a demographic terrorism in IIOJK: Shehryar
-
No irregularities committed in EEC disbursements: Sania
-
Mini-budget would prove final blow for Pakistan, says Shehbaz
-
Mahira Khan faces harsh criticism for promoting emotionally abusive and toxic relationships
-
Culture of ‘pressuring’ courts must end now
-
Pakistani man, wife, two little boys die in Spain squat fire