اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) د سناتور فېصل جاوېد په مشرۍ كښې د اطلاعات٬خپرونو٬قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه پارليمنټ لاجز كښې وشوه۔ د قائمه كمېټۍ غونډه كښې د پي ټي وي ملازمانو د پنشن معاملو٬د پي ټي وي او راډيو پاكستان ښه والي او بحالۍ٬د نوي ټي وي چينلو پرانستلو فيزبېلټي پلان چارو سره د پي ټي وي په چينلو د سياسي لارښودو په ضد نشر شوي د سپكاوي وړ پروګرامونو تفصيلي جاج واخستلې شو۔د اطلاعات او خپرونو كمېټۍ سېكتر احمد نواز سكهيرا د پي ټي وي ملازمانو د پنشن وركولو په اړه ووئيل د 279 رېټائرډ ملازمانو پنشن 1419 ملينه روپۍ جوړېږي چې پكښې 26 كنډو له 35 ملينه ٬ 18 رېټائرډ ملازمانو له 48 ملينه او د پارټ پيمنټ په لړ كښې 6 ملينه ادا كړې شوي۔پاتې 1330 ملين به د فنډ ترلاسه كېدو سره وركولې شي۔ده قائمه كمېټۍ ته ووئيل د پي ټي وي نوې چيئرمېن تعيناتولو او بورډ ترتيب كړې شوې٬د بورډ وړومبنۍ غونډه به د ګل په ورځ كېږي۔ ده ووئېل بورډ چې كومې پريكړې كوي په هغې به عملدرآمد كولې شي۔په بورډ كښې اړوند سټيك هولډرز او څلورو واړو صوبو څخه ممبران اخستلې شوي دغسې چې چارو كښې ښه والي راوستلې شي۔ كمېټۍ ته ووئيل شول د ادارې خرڅونه 15 فيصده كمولو سره تر ستمبر 1.7 اربه روپۍ د بېلو ادائيګو په لړ كښې وركړې شوي او د قائمه كمېټۍ د نوټس نه پس 468 ملينه ادا كړې شوي
متعلقہ مضامین
-
Shahbaz seeks action against officers involved in Daska by-election fraud
-
Schools sealed for refusing measles vaccination in Peshawar
-
Malala Yousafzai officially graduates from Oxford University
-
State TV projecting social, cultural norms: Faisal Javed
-
DHA Lahore National Boxing Championship to kick off tomorrow
-
IG Punjab Rao Sardar Ali Khan takes notice of aerial firing at wedding ceremony in Sargodha
-
‘Beware, Omicron is spreading in the world fast’: Asad Umar
-
Sacked employees ordinance: SC adjourns hearing till Dec 1
-
Pakistan, Saudi Arabia sign $3bn deposit deal
-
SHC denies NAB’s plea against ex-NICL chairman’s acquittal
-
Sajal Aly responds to the news of “khush khabri”
-
PESD trains Punjab College staff on life saving skills