اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د اتوار په ورځ په سركاري دوره پاكستان ته راورسېدو٬ وزيراعظم عمران خان د مېلمه هركلې وكړو٬ د خپلې دورې په مهال به ولي عهد وزيراعظم سره د خپلو مرستيالانو نه بغېر ملاقات كوي٬ د دې نه پس د پلاوو په كچه مذاكرات هم كېږي۔ وزيراعظم هاؤس ته په رارسېدو د ابوظهبي د ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان تود هركلې وكړے شو۔ د وسله والو ځواكونو چټك ډلې د معزز مېلمه سلامي وكړه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې۔ د پاك فضيائيه جے اېف 17 تهنډر الوتكو هم د معزز مېلمه سلامي وكړه۔ د درې مياشتو نه په كمه موده كښې د پاكستان او د متحده عرب اماراتو د مشرانو ترمېنځه دا دريم ملاقات دے كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولې د اړيكو خاص څرګندونه ده۔ متحده عرب امارات په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي شراكتدار او د سرماريه كارې لويه ذريعه ده٬ په متحده عرب اماراتو كښې د 16 لكو نه زيات پاكستانيان مېشته دي كوم چې هر كال 4 اربه 50 كروړه ډالر پاكستان ته رالېږي۔ متحده عرب اماراتو د وړاندې نه پاكستان سره د ادائيګې د توازن په بحران قابو موندلو لپاره د 3 اربه ډالرو د مرستې اعلان كړے او په موخر ادائيګې د تېلو په وركولو هم غور روان دے۔ د شېخ محمد بن زېد النهيان په سرپرستې كښې متحده عرب اماراتو د پاكستان د مرستې پروګرام له مخې د پوليو او د تعليم په څانګه كښې تر ټولو زياته د قدر وړ مرسته كړې۔ ده په كال 2007م كښې په وروستي ځل د پاكستان دوره كړې وه۔ د دې څخه وړاندې چې كله هغه د نور خان هوائي اډې ته راورسېدو نو وزيراعظم عمران خان د ده هركلې وكړو۔ په دې موقع معزز مېلمه ته د 21 توپو سلامي هم وكړې شوه او وزيراعظم عمران خان د ابو ظهبي ولي عهد ځان سره كېنولو او په خپله ګاډې چلولو سره ئې هغه وزيراعظم هاؤس ته راورسولو۔
متعلقہ مضامین
-
Counseling on premarital screening for Thalassaemia important to reduce cases: President
-
Minister for preparing Badin master plan
-
Sports facilities in Pakistan bring color to special children’s lives
-
Minister inaugurates meal programme in 25 primary schools of ICT
-
Security forces gun down 12 terrorists in Balochistan, KP
-
Ukraine claims downed five Russian planes, helicopter
-
HBL PSL: Promoting Pakistan’s soft image across globe
-
Security Forces hunt down a terrorist in Sambaza operation
-
COVID-19 claims four more patients, infects 495 others
-
Ukraine situation: PIA chief discusses options to evacuate Pakistani students
-
Master trainers hold training session before Local Body Election in Dir Lower
-
The Venezuelan crisis