اسلام آباد 14 جنوري(اے پي پي) د آبي وسائلو وفاقي وزير محمد فېصل واوډا وئيلي دې دیامر بھاشا بند لپاره 86 فيصده زمكه اغستې شوې ٬ دې كښې 17 زره 429 اېكړا سركاري زمكه د معاوضې نه غېر او 14 زره 710 اېكړا نجي زمكه ده چې معاوضه ئې وركړې شوې ده۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شېخ روحیل اصغر د پوښتنې په ځواب ده ووئيل دیامر بھاشا بند لپاره 19 زره 62 اېکړا زمكه سرکاري او 18 زره 357 ایکړا نجي زمكه اغستې دي۔ د ډاكټر مهرین رزاق بھټو په پوښتنه محمد فېصل واوډا ووئيل منګلا بند٬ ست پاره بند پراختيا او د اوبو د نورو ذخيرو جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ د مومند بند پرانسته كېدونكې ده٬ خپلو او پردو دې له د مسائلو پېدا كولو هڅې كړې دي۔ ده ووئيل داسو بند لپاره به 9875 اېكړا زمكه ترلاسه كولې شي تر اوسه 740 اېكړا زمكه اغستې شوې ٬ دې بند څخه به 4320 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي او په دې به په دوه پړاٶنو كښې عملدرآمد كولې شي٬ ده ووئېل وړومبي پړاٶ كښې به 2160 مېګاٶاټ برېښنا پېدا كېږي او دې لپاره د 218اربه 54 كروړه روپو د اېف اي سي سره د پي سي ون لپاره منظوري وركړې شوې
متعلقہ مضامین
-
NA committee approves defence ministry’s PSDP
-
Court defers indictment of Sindh CM
-
Shehbaz, Fazl agree to gear up drive against govt
-
PTI confirms contact between Imran, Tareen
-
Rangers organize free medical camp in Saudabad
-
Opposition to face defeat on No-confidence motion: Kanwal Shauzab
-
30,822 teams to vaccinate 6.362mln children in KP: Official
-
New mechanisms introduced for effective monitoring at police stations
-
Another NADRA Mega Center in Peshawar to open soon
-
President signs OGRA, Allied health professionals bills into Acts
-
President urges HEC to expand associate degree programme for rapid human resource development
-
President signs OGRA, Allied health professionals bills into Acts