اسلام آباد 16 جنوری (اے پی پی) د پاكستان ايروناټيكل كمپليكس چيئرمېن ايئر مارشل احمر شهزاد وئېلي دي په پنځو كلونو كښې د پاكستان ايروناټيكل كمپليكس جوړی 80 سپر مشاق الوتكې برآمد كړی شوي٬ميانمر له جے اېف 17 الوتكې وركولو لپاره به كار ډېر زر بشپړ شي٬د نائيجېريا سره د جے اېف 17 الوتكو خرڅولو لوظ نامه لاس ليك شوې٬د اسلام آباد په نړيوال هوائي مېدان به د الوتكو لائن مينټيننس آپرېشن 25 جنوري څخه پېل شي٬اداره خپل حاجت پوره كولو لپاره په بشپړه توګه خودكفيله ده٬چرې هم د غېر ملكي انجينئر حاجت نه دې محسوس شوې ۔ده دا خبره د سېنېټ د دفاعي پیداوار قائمه كمېټۍ ته د بريفنګ په مهاله وكړه۔د سېنېټ د دفاعي پیدوار قائمه كمېټۍ غونډې د چيئرمېن سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم په مشرۍ كښې د پاكستان ايروناټيكل كمپليكس دوره وكړه۔د كمېټۍ د دورې مقصد د پاكستان ايروناټيكل كمپليكس په اړه د زمكيزو حقائقو جاج اخستل وو۔د پاكستان ايروناټيكل كمپليكس چيئرمېن كمېټۍ له تفصيلي بريفنګ وركړو۔كمېټۍ ته ووئيل شوو د پاكستان ايروناټيكل كمپليكس كښې پھ بېل وخت جوړی څلور كارخانې كار كوي چې پكښې ايئر كرافټ ريبلټ٬ميراج ريبلټ٬ايويانكس پروډكشن او ايئر كرافټ منيوفيكچرنګ كمپني شاملې دي۔دا كارخانې د تېرو څلورو لسيزو راهسې د رغونې او بحالۍ كار كوي٬د كمېټۍ چيئرمېن د دې ادارې په تفصيلي بريفنګ د پي اے سي هڅې ستائېلو سره ووئيل دا عمل تر ټولو لويه تياري ده چې مونږ خپل ځان چمتو ساتوو٬مونږ د خپل دفاعي حاجت پوره كولو لپاره ځان خودكفيله جوړول غواړو۔ده د ايوي اېشن سټي نظريې ستائېلو سره ووئيل د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو كښې دا اندسټري باقاعده كمرشل ايز شوې٬د بريفنګ نه پس د كمېټۍ غړو د پاكستان ايروناټيكل كمپيليكس كښې د مختلفو څانګو څارنه وكړه۔د كمېټۍ پھ غړو كښې سناتوران نعمان وزير خټك٬مولانا
متعلقہ مضامین
-
Women in Cyber Security
-
MoU signed for furthering universal health coverage
-
Dolphin’s team wins Muzaffargarh Super League title
-
President Dr Arif Alvi inaugurates National Horse and Cattle Show
-
Arts council hosts colorful 3rd women conference
-
Petrol pumps, buses of MPA Ajmal Cheema seized
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Indian troops martyr four more youth in IIOJK
-
Govt has taken significant steps for Karachi’s development: Ismail
-
Fire engulfs Lahore’s Pace shopping plaza
-
No fuel shortage, ‘highest stocks cover’ available for one month: Hammad