اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د صوبائي حكومتونو مشاورت سره اقباليات او اسلامي تاريخ په نصاب كښې د شاملولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي چې د مدينې رياست د بنيادي اصولو عمل كولو سره نن هم مونږ خپل مقام ترلاسه كولې شو٬د علامه اقبال فلسفه د انسان سوچ له آزادي او تخيل ته لوړوالې وربخښي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ نوي نسل ته د اسلامي تاريخ او په خاص توګه د قامي شاعر علامه محمد اقبال فلسفې او سوچ څخه خبرولو له د شويو اقداماتو په حقله د غونډې مشري په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د تعليم وزير شفقت محمود٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬ وياند نديم افضل چن٬ خاص مرستيال افتخار دراني٬ يوسف بېګ مرزا٬ د پنجاب د تعليم وزير او نورو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د صوبائي حكومتون مشاورت سره دې اقباليات او اسلامي تاريخ نصاب كښې شامل كړې شي دغسې چې نوې نسل د اسلام د تاريخ٬د مسلمانانو د عروج او په نيمه وچه كښې د مسلمانانو د ستر شاعر علامه اقبال سوچ نه خبر كړی شي۔ ده ووئيل د مدينې رياست د بنيادي اصولو پيروي كولو سره نن هم مونږ خپل مقام ترلاسه كولې شو٬ د علامه اقبال فلسفه د انسان سوچ له آزادي او تخيل ته لوړوالې وربخښي۔ وزيراعظم ووئيل مذهب د اخلاقياتو درس وركوي٬ د معاشي او سماجي تنزل څخه وړاندې اخلاقي تباهي راځي٬ كرپشن د اخلاقي تباهۍ مظهر دې٬ وزيراعظم ووئيل څنګه چې ځينې عناصرو د قبائېلې سيمې اولس د تېرو څو كلونو راهيسې د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ پھ وجه رامخې ته شوې مسئلې د خپل مقصدونو لپاره استعمالولې دغسې ځينې سياستمدارو اسلام د خپل سياسي دوكاندارۍ لپاره استعمال كړی
متعلقہ مضامین
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM
-
Minister lays foundation stone of FST camp office
-
Ministers out to ‘control damage’ after PM’s diatribe against opp
-
PTI’s popularity graph growing: Khawar
-
Three Women Crisis Centers, Shelters houses working in Balochistan
-
Will follow law during no-trust vote: NA speaker
-
Shujaat ‘like a brother’ to PM: govt again approaches PML-Q
-
India reviews procedures after accidental firing of missile into Pakistan
-
CM condoles death of PTI social media activist Bilal Sahil
-
SHO Sargodha Road suspended
-
KE completes first firing of 450MW generation unit
-
KP govt to provide Rs 2m to each family of Kocha Risaldar’s martyrs