اسلام آباد 01 مارچ(اے پی پی) پخواني اولس مشر آصف علی زرداری وئيلي دي چې مونږ جذباتی قام يو او د جذبې سره سوچ كوو، جنګونه يواځې پوځ نه كوي قام هم د پوځ سره ولاړ ئي، ټاكنو لپاره د مودی كمپائن بیك فائر شوې، دا د لوے څښتن كرم دې، د هندي پائلوټ خوشې كولو پريكړې هركلې كوو، دا سافټ ډپلومیسی د وخت حاجت دې۔ د جمعې په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپله وينا كښې آصف علی زرداری سكوارډن لیډر احسن ته پيرزوئنې وړاندې كړي چا چې د هند الوتكه رانسكوره كړې ده۔ ده ووئيل هغه د قام اتل دې۔ ده ووئيل هند سيمه كښې خپل وجود جوړول غواړي، د او آئی سی غړي هېوادونه زمونږ ملګرې دي، هغوي ښكار لپاره هند ته نه ځي دلته راځي، د ایوان پريكړه منو خو دا زما رائے بايد او آئی سی كښې پاكستان ګډون وكړي، مونږ له د ملګرو هېوادونو سره خبرې كولو ته اړتيا ده، روس او تركیې سره قوي ملګرتيا لرو۔ده د اتومي پروګرام لپاره د شهيدې بينظیر بھټو كردار ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل هغې ډیلیوری سسټم راكړې،مونږ جذباتی قام يو او جذبې سره سوچ كوو، جنګونه يواځې پوځ نه كوي بلكه قام د پوځ سره ولاړ ئي۔ ده ووئيل بايد مونږ د ګاونډيانو سره اړيكې قوي كړو دغسې چې په سخت وخت كښې زمونږ سره ودرېږي، ممبئۍ بريد پھ وخت هم زمونږ خارجه وزير شاہ محمود قریشی ؤ ، هغه ته معلومه ده چې څنګه مونږ د ملګرو سره خبرې اترې كړي۔ده ووئيل بايد او آئی سی كښې ګډون وكړو،مونږ د هغوي لپاره جنګونه كړې دي خو د اكثریت پريكړه به منلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PRCS distributes first aid boxes in Rawalpindi
-
Winners of Bajao Pakistan Nayi Awaaz online music competition felicitated
-
Bank of Punjab arranges 1st RACC meeting for South Punjab
-
No-confidence motion rejected
-
Pakistan, China playing key role in providing assistance to Afghans
-
Pakistan has huge potential in hospitality sector
-
Seeking fresh mandate normal democratic practice: Fawad
-
Imran Khan nominates former CJP Gulzar Ahmed as caretaker PM
-
Iran says will only return to Vienna to finalise nuclear deal
-
IHC seeks written arguments in PECA case
-
The curriculum in government schools will change annually: Murad Raas
-
US denies any involvement in regime change in Pakistan