اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي چې د پاکستان او چین ترمينځه پارلماني اړيكو ته لا ودې وركولو سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا پخوانۍ رابطو ته نورې هم مستحکم شي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه د پارلماني پلاويو تګ راتګ زياولو سره به نه يوازې موجود سماجی ، سیاسی او اقتصادی اړيكې لا مستحکم شي بلكې د سباؤن پیش بندۍ كښې به هم مرسته ترلاسه شي۔ د سېنېټ يو اعلیٰ كچ پلاوې به ډير زر د سېنېټ دوهم چیئرمېن په مشرۍ كښې د چين دوره وكړي دغسې د چین نېشنل پیپلزکانګرس چیئرمېن ته د پاکستان دورې كولو بلنه وركړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پارلمان كښې د چين سفير یاؤ جنګ سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل ګوادر كښې د نړيوال هوائي ميدان پرانستې سره به ګوادر سيمه ايز معاشی مرکز په توګه رامخې ته شي او د پرمختګ يو نوې دور به پيل شي۔ د سيمې پرمختګ د ګوادر تند رفتاره پرمختګ او سي پيك پروژو زر تر زره بشپړولو سره تړلې شوې۔ ده ووئيل پاکستان او چین تل له په نړيواله كچه د مهمو چارو په اړه يو ډول دريځ لرلې او د چین د اړخه په بشپړه سفارتی مرسته مونږ د چين مننه كوو۔ پاکستان او چین په شريكه د غريبۍ ختمولو او د کرپشن په مسئلو قابو موندلو او د كركيلې پرمختګ له چمتو دي۔ د چین سفیر په دې موقع په خپلو خبرو اترو كښې ووئيل پاکستان او چین د پرمختګ په شريكه ايجنډا عمل كوي۔ د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكې په هر وخت آزمائلې شوې دي۔ده ووئيل موجودہ معاشی شراکت داری به دواړه هېوادونو لپاره ګټوره ثابت شي
متعلقہ مضامین
-
Balochistan govt launches operation to extinguish forest fire
-
Police conduct search operation around Imran Khan’s residence in Bani Gala
-
Rana Sanaullah approaches court for unfreezing bank accounts
-
Dry storage warehouse inaugurated at FDI
-
Firefighting operation intensified in Sherani under PM’s direction
-
An overview of the entrepreneurship ecosystem of Pakistan
-
Silence on aggression in IIOJK, question mark on world’s conscience: PPP
-
Chemistry paper of 10th class leaked on WhatsApp
-
124 suspected cases of Lumpy Skin reported in Sargodha division
-
Sindh govt establishes 507 heat stroke relief centres
-
No one will be allowed to destabilise country: Ahsan
-
CJP Umar Ata Bandial named among Time’s 100 most influential people