اسلام آباد ۔ 13 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزيراعظم عمران خان ددې هېواد مخ دې۔ وزيراعظم د هېواد په بېلو ادارو او څانګو كښې ښه والي له د اصلاحاتو كولو عزم لري۔ د پاکستان او آسټرېلیا ترمينځھ د حكومت او اولس په كچه مضبوطې او دوه اړخيزه اړيكې قائم دي۔ دا دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كولو له به ميډيا انفارمېشن او د كلتور په څانګو كښې مرستې ته وده وركول وي۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت آزادۍ سره د رائې په څرګندونه بشپړه باور لري۔ پاکستان كښې چې څنګه ميډيا آزادۍ سره كار كوي چرته مثال نه لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ پاكستان كښې د آسټرېليا هائي كمشنر مارګرېټ اېډمس سره ملاقات كښې وكړه۔ دې ووئيل دواړو هېوادونو له به د لوبو په څانګه كښې هم دوه اړخيزه مرسته زياتول وي۔ دې ووئيل كال 2017 كښې د پاکستان او آسټرېلیا ترمينځھ تجارت 1.83 بلین ډالر وو۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې هائی کمشنر مارګرېټ اېډمسن ووئيل د پاکستان او آئی اېم اېف ترمينځه كاميابه لوظنامه خوشبينه ده كومه چې دې په ګرده نړۍ كښې اصلاحاتو لپاره د پاكستان د عزم عكاسي كوي۔ دې د ترهګرۍ ختمولو له د پاكستان لخوا په نېشنل اېكشن پلان د پېشرفت ستائنه وكړه۔ دې زياته كړه چې د پاكستان او آسټرېليا ترمينځھ د شريك تجارت په اړه د ګډې تجارتي كمېټي خپل كار كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Federal govt notifies transfer, posting of officers
-
Imran leading conspiracy of civil war in Pakistan: Marriyum
-
Life imprisonment for Yasin Malik to provide fresh impetus to Kashmiris’ freedom struggle: PM
-
Yasin Malik sentenced under black law, says Mishal Malik
-
IHC directs district admin to deal PTI workers’ arrests under SC orders
-
Senate passes Elections (Amendment) Bill to reverse EVM use, overseas voting
-
Monkeypox may persist in body for 10 weeks, even after rash fades: Study
-
Man held for biting off uncle’s ear
-
Officials should play effective role for conducting of 7th Digital Census: CS
-
Army chalks out relief plan for Cholistan drought victims