اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي او وفاقي پارلماني سېكتر فرخ حبيب وئيلي دي چې د پيپلز ګوند ټول سياسي تاريخ د لوټ مار څخه عبارت دے٬ ذاتي پلټنو سره سره د ګوند د اكاونټونو پړتال هم پېل شوے دے۔ د پي ټي آئي د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د پيپلز ګوند د ګوند په توګه د كهاتو د پړتال عمل پېل شوے او د ټاكنو د كميسون لخوا نوټس جاري كړے شوے۔ د تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي فرخ حبيب د پيپلز ګوند پلټنو لپاره خواست كړے و۔ ده ووئيل چې پيپلز ګوند اول د قوم پېسه لوټلې او اوس د دې پېسې بچ كولو سياست كوي۔ ده ووئيل چې زرداري او فريال تالپور د نېب په تحويل كښې دي۔ مونږ غواړو چې د پيپلز ګوند د كهاتو جامع پړتال وشي۔ مونږ باور لرو چې په دې پړتال كښې به هم اوږدې بې ضابطګې مخې ته راشي۔
متعلقہ مضامین
-
International solar energy meet concludes at Expo Centre Lahore
-
Ghulam Nabi Memon appointed as inspector-general of Sindh Police
-
Islooites Beware: Feeding human food to wildlife species unhealthy
-
Pakistan keen to boost bilateral ties with Azerbaijan: Sanjrani
-
Govt welcomes ceasefire extension with TTP
-
Hajj flights to start from June 6
-
PTI govt. miserably failed to accomplish any project in Gwadar
-
SMEDA to organize a workshop on tourism, travel businesses
-
Petition moved for appointment of GB governor
-
Federal Shariah Court bench inaugurates in Sukkur
-
Court indicts Capt (retd) Safdar in hate speech case
-
Marriyum tells Imran to wait till 2023 silently