اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفر الحق وئيلي دي د کشمير خصوصي حېثيت ختمولو لپاره هند په بشپړه تيارۍ رامخې ته شوې٬ مونږ له به په دې د انصاف نړيوال عدالت سره د مراجعې كولو په صورت په ټولو چارو مشاورت او غور فكر سره مخ په وړاندې تلل وي٬ هسې نه چې څه بله پېښه رامخې ته شي٬ د كشمير زنځورانو او ژوبل شوو لپاره بايد مونږ نړيوالو تنظيمونو څخه مرسته اوغوارو ۔ د شورو په ورځ د پالمان شريكه غونډه كښې راجه ظفر الحق ووئيل د كشمير مسئله ډېره سنجيده معامله ده٬ په دې غور او فكر ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل هندي اقدامات په سمدستي توګه نه دي پورته كړې شوې بلكې دې لپاره هغوې بشپړه تيارۍ كړې او د لارې هوارولو نه پس ئې د اګست په 5مه نيټه دا كاروائي كړې۔ ده ووئيل داسې برېښي چې پاكستان دې لپاره چمتو نه ٶ۔ ده ووئيل دلته نه يو سياسي مشر ورځپاڼې ” جموں اېنډ کشمير” ته خپله مركه كښې دا تجويز وركړې ٶ چې د كشمير شخړې يوازنې حل دا دے چې په دريو برخو كښې وويشلې شي٬ په حقيقت كښې دا تجويز په ماضي كښې د پاكستان لخوا وركړې شوې۔ ده ووئيل د شك نه غېر د ملګرو ملتونو قرارداد د آرټيكل 25 دا تقاضا لري چې پرې عملدرآمد پكار دے٬ يوازې په دې صورت د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ادارې قائمې پاتې كېدې شي٬ ده ووئېل د ملګرو ملتونو د قرارداد مخالفت كوٶنكې يو هېواد هم د دې غړې نه شي پاتې كېدې ٬ ده ووئېل بلخوا هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د مستقل غړي جوړېدو هم خوښي لري او هند كښې په دې بنياد ټاكنې كېږي نو ھغه وخت د دوست هېوادونه او په نړيواله كچه په دې صورتحال مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل كه مونږ دا كار وړاندې كړې وي نو نن به حالات ډېر مختلف ٶ۔ ده ووئيل خپلو كورنيو معاملو كښې مصروفه پاتې كېدو سره اصل مسئلې پلو پام نه دې ګرځولې شوې۔ ده ووئيل په او آئي سي كښې هند د خاص مېلمه په حېثيت ګډون كړې او پاكستان بهر ناست ٶ٬ د كشمير ثالثۍ پحقله اولس مشر ډونلډ ټرمپ وړاندې چې څه وئيلي وٶ په ھغې ئې يوټرن اخستې دے
متعلقہ مضامین
-
360 Wardens to regulate traffic in Murree on Eid ul Azha
-
PM pays tribute to Abdul Sattar Edhi on his 6th death anniversary
-
PM calls Qatari Amir to extend Eid greetings
-
Islami Tehreek-e-Pakistan to support PML-N in by-elections: Khurram
-
55th death anniversary of Madar-e-Millat observed
-
Ahsan won’t pursue action against restaurant hecklers
-
Renowned jurist, ex-ATC judge Zawar Shah passes away
-
Civil Defence to observe World Humanitarian Day on Friday
-
Over 2,000 PEF partner schools fail quality assurance test
-
Four terrorists killed in North Waziristan: ISPR
-
Is Sri Lankan economy a foreshadow for Pakistan?
-
KP deplores parents’ refusal to get children vaccinated against polio