كوئټه 30 ستمبر(اے پی پی)د پاكستان پيپلز بارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي د سېلاب ځپلو مرستې ته وړومبۍ پام لرنه كوو ٬سېلاب ځپلې د كال 2022 څخه بې كوره دي٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه دې د سېلاب ځپليو مسئلو حل لپاره ګامونه واخلي۔د ګل په ورځ د سېلاب ځپليو بحالۍ په اړه د كوئټې وزيراعلٰی سېكرټرېټ كښې د پرانستې دستوره كښې د چيكونو ور كولو نه پس بلاول بهټو زرداري خطاب كښې ووئيل ما د خارجه وزير په توګه د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره انټرنېشنل فنډنګ په اړه هڅې كړي٬مونږ له سېلاب ځپلو ته نوې كورونه وركول دي٬په سندھ كښې د ځپلو لپاره د كورونو جوړولو سلسله روانه ده۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه دې د سېلاب ځپليو مسئلې په سنجيدګۍ سره واخلي٬د سندھ وزيراعلٰی ته وائيم چې هغه بلوچستان سره خبره وكړي٬كورونه دې داسې جوړ كړې شي چې نورو سېلابونو كښې هغوي د ځپليو غووندې ناست نه وي لكه څنګه چې اوس دي۔ده ووئيل د بده مرغه په تېر وخت كښې د بلوچستان سره د ميرنې مور سلوك شوے٬د بلوچستان وزيراعلٰی او كابينې ته خواست كوم چې هغه منصوبې ته اوګوري٬تاسو له به د دې پروژې لپاره فنډز بېلول وي٬پيپلز پارټي به د بلوچستان اولس هر ممكنه مرسته كوي۔په دستوره كښې د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬د قامي اسمبلۍ غړي اعجاز جكهراني٬د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق اچكزئي٬صوبائي وزيران او د اسمبلۍ غړو او د بلوچستان د پيپلز پارټي مشرانو صابر بلوچ٬سردار سربلند جوګيزئي٬علي مدد جتك او نورو ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Pak Army continues relief operation in Balochistan
-
Japanese envoy meets COAS, offers support for flood victims
-
Time for resilient universities
-
Int’l conference concluded at AIOU
-
FIR filed against senior journalist Ayaz Amir’s son in murder case
-
Seminar stresses need for spreading awareness about mental health
-
Pak army helicopter crashes in Harnai Balochistan, 6 martyred
-
No mediatory role for president in Constitution: Rabbani
-
Illegal money runs in family
-
IHC seeks arguments on plea against Imran Khan
-
Two soldiers martyred in S Waziristan clash
-
Quetta gun attack leaves three brothers dead