ملتان۔13فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي د کرپټ او ناوړه نظام بدلولو كومه سودا كېدې نه شي۔ وزیراعظم عمران خان هېواد كرپشن نه د پاكولو عزم لري۔د سېنېټ ټاكنو كښې د ووټونو د اخستو غږ تر غوږو كېږي او وزيراعظم عمران خان دغه آواز ختمول غواړي۔ د سېنېټ ټاكنو كښې اپوزيشن ته ښكاره ماتې په نظر راځي ځكه د ښكاره ټاكنو مخالفت كوي۔ د هېواد د بدلون لاره كښې لوئے خنډ اپوزيشن دے۔ په سپېځلي ډول د سېنېټ ټاكنو كولو په مخالفت د اپوزيشن احتجاج د پوهې نه لرې دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه خپله حلقه كښې بېلو دستورو او بېلو پلاوي سره د خالي په ورځ خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د تحريك انصاف حكومت د سېنېټ ټاكنې سپېځلې جوړولو له اوپن بېلټ معارفي كول غواړي۔ هغه ووئيل حكومت هېواد كښې د سپېځلو ټاكنو د لارې د انتتخابات اصلاحات نافذ كول غواړي چې ورسره به د متوسط او عامې طبقې ټاكنو دروازې پرانستې شي۔ هغه ووئيل حكومت معاشي لحاظ سره د كمزورې طبقې مرستې له منصوبه بندي كوي دغسې چې د حكومت وسائل د سبسډي په توګه د اولس خېر ښېګړې له مصرف كړې شي۔ هغه ووئيل ګراني حكومت لپاره يو لوئے چېلنج دے د كومې مخنيوي له چې په بېړني بنيادونو كار روان دے۔
متعلقہ مضامین
-
NAB reiterates its commitment to root out corruption from Pakistan
-
Govt shares details of Rs 22b money-laundering by Sharif family
-
Time to build back better!
-
PDM to held first power show in Gujranwala
-
Khurram Dastgir still a gas company defaulter: Gill
-
2021 is the ‘year of election’: opp
-
RCCI Delegation calls on Turkmenistan envoy
-
Civil society hails launching of Zainab Alert app
-
Archaeologists uncover 2000 years old picture of a huge cat etched into a Peruvian hillside
-
PAF CONDUCTS INTERNATIONAL WHITE CANE SAFETY SEMINAR
-
Navy playing key role in providing security to CPEC, says governor
-
Competition among 19 cities under Clean Green Index soon: Amin