لاهور۔30مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خصوصي مرستيال علامه حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي د فلسطين مسئلې په حقله د پاكستاني حكومت دريځ ټولو پاكستاني وګړو ستائلې دې۔ د فلسطين په اړه د پاكستان دريځ قائد اعظم محمد علي جناح د پاكستان جوړېدو په موقع وركړے و۔ نن اسرائيل يوازې پاكستان ته غصه دے۔ پاكستان به تر هغه وخت فلسطين سره ولاړ وي تر كومې چې د فلسطيني رياست بنياد اېښودلے شوے نه وي او القدس الشريف د دې پلازمينه ګرځولې شوې نه وي۔ د تېرو 7 مياشتو په مهال د مذهبي سپكاوي كومه پېښه نه ده رامخې ته شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه لاهور كښې د متحده علما بورډ پنجاب غونډې نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل پاكستان د ماحولياتو اعتبار سره د ګرده نړۍ مېزباني كوي۔ د حكومت بلين ټري ويژن ترسره كولو له دې علماﺀ كرام او خطيبان صاحبان اولس ته د اونو لګولو ترغيب وركړي۔ هغه ووئيل په اسد طور بريد كوؤنكي بايد ونيولې شي۔ د مظلوم سره ولاړ يوو۔ هغه ووئيل د تحقيق نه غېر د هېواد د سلامتيا په ادارې ټكونه جواز نه لري او نن چې اسلام آباد كښې كوم غږ پورته كېږي هغه اسرائيل پورته كوي۔ هغه ووئيل كه پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ كړے نه وے نو حالات به د مصر او شام په ډول وو۔ نن هم پوځ د ترهګرو په ضد كارروائيو كښې بوخت دے۔ كوم كسان چې نن غږ پورټه كوي د هغوي د ځانونو حفاظت سېكورټي ايجنسۍ كوي۔ حافظ طاهر اشرفي ووئيل داخله وزير كوېت ته تلے دے٬ په عراق كښې ټول اسلامي هېوادونه پاكستان لپاره پرانستلې شوي دي۔ د مصر ٬ شام ٬ كوېت او نورو هېوادونو مشرانو وزيراعظم ته د دورې بلنه وركړې ده۔ د شهزاد اکبر په اړه هغه ووئيل شهزاد اكبر په عقیدہ ختم نبوت ايمان لري۔ كومې ډلې چې تور لګولې دې هغه دې معافي وغواړي۔ متحدہ علما بورډ د دواړو خبره اورېدو سره پرېكړه كولو ته تيار دے۔ هغه ووئيل د پي ډي اېم په شمول هر چاته د جلسې كولو حق ترلاسه دے۔ په درې كلونو كښې چې چا حكومت د منځه وړلے نه دے هغه دې اوس هم هڅې وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
2,545 new coronavirus cases, 71 deaths reported across country
-
SLIC, Bank Alfalag sign agreement
-
President for less copyrighted, inexpensive education amid poverty
-
2021 will be the year of farmers: Governor
-
IHC seeks reply from PTA in social media rules’ case
-
At UN, Pakistan spotlights struggle of Kashmiris, Palestinians for freedom
-
Govt fully believes in press freedom: Shibli
-
Arrangements for Christmas celebrations reviewed
-
COAS, Chinese envoy discuss defence ties, regional security
-
Shibli fully exposes opposition’s tactics of seeking NRO
-
Chandka hospital BoM meets
-
2,142 more test positive for coronavirus; 84 lives lost