اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) سينېټر مشاهد حسېن سيد دفاع لپاره د قائمه کمېټۍ چيئرمېن ټاكلے شوے۔د شورو په ورځ د کمېټۍ غونډه پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔د سېنېټ سيکرټري قاسم صمد خان د چيئرمېن د ټاكني عمل نګراني وكړه۔په غونډه كښې د کمېټۍ غړو نه علاوه د سېنېټ سيکرټريټ عملې ګډون وكړو۔ سينېټر هدايت اللہ د کمېټۍ چيئرمېن لپاره د سينېټر مشاهد حسين سيد نامه تجويز کړه د كومو چې نورو غړو تائيد وكړو۔دغسې سينېټر مشاهد حسېن سيد په اتفاق سره د کمېټۍ چيئرمېن ټاكلے شوے۔ سينېټر مشاهد حسېن سيد د سېنېټ چيئرمېن ، سېنېټ كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارليماني ليډر سينېټر اعظم تارړ،د حكومتي ډلي مشر او د مخالفي ډلي مشر په باور كولو مننه وكړه۔ده ووئيل د دفاع لپاره د سېنېټ کمېټي به د دفاع ٬ قومي سلامتيا لپاره كار كوي ځكه چې د دفاع او قومي سلامتيا چاري بايد په قومي كچه وساتلې شي۔ ده ووئيل کمېټي به نه يواځي د پاکستان د ګټې تحفظ او ودي لپاره كار كوي بلكه مقبوضه کشمير، مقبوضه فلسطين او د روهنګيا مظلومو وګړو حقونو تحفظ به هم كوي۔ غړو مشاهد حسېن سيد له د کمېټۍ په چيئرمېن ټاكلے كيدو مباركي وركړه او هغه له ئې باور وركړو چې د کمېټۍ کارروائي په لړ كښې به هر ممكن مرسته كوي
متعلقہ مضامین
-
TEVTA launches sector skills council for textile
-
Democracy in Pakistan
-
Pakistan-Kazakhstan Bilateral Relations
-
Seven FC soldiers martyred in Balochistan’s Harnai attack
-
KE’s rain mitigation efforts continue accross the City
-
Horrible behavior of Galib market police with siblings
-
Govt authorises procurement of 1m Covid vaccines for health workers
-
Pakistan, China reaffirm commitment to regional peace
-
Court indicts nine accused in Sindh wheat scam
-
Jerdoni Brand comes at Al Fatah Exclusive Mall
-
SC for making JIT reports part of Perween Rehman murder trial
-
Impact of viral marketing on social media