اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د اي كامرس اهميت په ډاګه كولو سره وئيلي دي د اېمازون په سېلرز لسټ كښې د پاكستان ګډون سره به د هېواد برآمدات زيات شي او ځوانانو لپاره به د ملازمتونو موقعې راپېدا شي، دې سره به د وړوكې او مېنځنې درجې د كاروباري ادارو نړيوال ماركيټ ته رسنه زياته شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو بريفنګ په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د انابلز چيف اېګزېكټو آفيسر ثاقب مظهر د اېمازون په سېلرز لسټ كښې د پاكستان د ګډون په تناظر كښې د پېدا كېدونكو موقعو په اړه بريفنګ وركړو. په غونډه كښې ثاقب مظهر، د نيوټېك چيئرمېن سيد جاوېد حسن، د تجارت وزارت سينئر جوائنټ سېكرټري عائشه حمېرا مورياني، د بېلا بېلو اي كامرس ادارو سينئر غړو، د اېف بي آر، سټېټ بېنك استازو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع د نيوټېك چيئرمېن سيد جاوېد حسن ووئيل د ده اداره د اي كامرس په څانګه كښې د ځوانانو تربيې لپاره موثر اقدامات كوي. صدر ډاكټر عارف علوي د اي كامرس څخه بشپړه استفاده كولو لپاره د تربيې په ضرورت زور راوړو. ده ووئيل اي كامرس ته وده وركولو لپاره دې اړوندې ادارې د برآمد كوونكو ستونزې لرې كولو لپاره مرسته وكړي. اړوندې ډلې دې د هېواد په برآمدات كښې زياتوالي لپاره د اي كامرس اړوندو ډلو ته اسانۍ وركړي او د دوي ډاډګېرنه دې وكړي. صدر ووئيل د اېمازون په سېلرز لسټ كښې د پاكستان ګډون سره به د هېواد برآمدات زيات شي، ځوانانو لپاره به د ملازمتونو موقعې به راپېدا شي، دې سره به د وړوكې او مېنځنې درجې د كاروباري ادارو نړيوال ماركيټ ته رسنه زياته شي. دغسې صدر په دې مهال د اي كامرس ودې لپاره د تجارت وزارت هڅې وستائيلې.
متعلقہ مضامین
-
Opposition’s movement nears end as PDM set to fall apart: Fawad
-
Karachi can witness lowest temperature in seven years today: Met
-
Sindh to mark 2021 as year of trees: Nasir
-
Internationalisation of Indian farmers’ protests
-
Alvi tells NCHD to promote universal primary education
-
Kashmir Premier League Joins Hands with Shahid Afridi Foundation
-
65 stolen vehicles, 25 motorcycles recovered in Mardan
-
NUML to start political science, history programmes soon
-
Gilgit-Skardu road reopens for traffic after three-day closure
-
Japanese envoy meets Qureshi, discusses bilateral relations
-
Pak-Koran centre to be set up
-
Petrol price goes up by Rs 2.31; diesel Rs 1.8/litre